د لاس رسي وړ اتصالات

غني: د سولې په اړه ټول شموله مشوره یو اساسي ضرورت دی


ولسمشر محمد اشرف غني د سولې بهیر ته په اشاره وايي، دې ته اړتیا ده چې د سولې په اړه د افغانستان د ټولو خلکو نظرونه واورېدل شي.

ښاغلي غني وویل افغانستان د جرګو او مشورو وطن دی او په دې برخه کې ټول شموله مشوره یو اساسي اړتیا ده.

ښاغلي غني د یکشنبې په ورځ د «غوايي پر ۸مه» په کابل کې د مجاهدینو د بري ورځې په مناسبت مراسمو کې زیاته کړه چې د سولې په اړه به سبا په مشورتي لویه جرګه کې په تفصیل سره وغېږيږي.

هغه وویل: "د دې اړتیا ده چې د افغانستان د ګوټ ګوټ نه واورو چې د جګړې بیه څه ده او د سولې هیله په څه ډول مدیریت کېږي، موږ د جرګو وطن یو، د مشورو وطن یو، یو ښکاره اړتیا ده، سوله په یوه ورځ نشي راتلی."

نوموړي همداشان وویل چې "د سولې په اړه نیت او اراده رامنځته شوې، چې په یوې روښانې تګلارې سره به یادې نتیجې ته ورسېږو."

په داسې حال کې چې یو شمېر افغان سیاسینو د سولې له مشورتي لویې جرګې سره بایکاټ کړی، خو ولسمشر غني په دې اړه په تفاهم سره پر غږېدو ټینګار وکړ.

د عبدالله عبدالله، حنیف اتمر او رحمت الله نبیل په ګډون د ولسمشریزو ټاکنو ۱۱ کاندیدانو ویلي چې په دغه جرګه کې ګډون نه کوي.

پخوانی ولسمشر حامد کرزی چې مخکې د سولې په اړه له مشورتي لویې جرګې څخه ملاتړ کړی و، تېره ورځ وویل، چې دغه جرګه باید وځنډول شي.

طالبانو هم د سولې په اړه مشورتي لویې جرګې سره مخالفت څرګند کړی دی.

پر همدې مهال د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم وویل، چې د افغانانو یوازنۍ غوښتنه تلپاتې او عزتمنه سوله ده.

ښاغلي عبدالله زیاته کړه: "خلک سوله غواړي، چې زموږ خپلو افغانانو د خبرو په نتیجه کې، یعنې چې د افغانستان دولت او مقابل طرف (طالبانو) ترمنځ د خپل هېواد د راتلونکې برخلیک په اړه خبرې وشي او نتیجه ورکړي."

ټاکل شوې سبا دوشنبه په کابل کې د افغان سولې په اړه مشورتي لویه جرګه چې شا او خوا ۳زره تنه به پکې ګډون وکړي وشي.

په دغه څلور ورځنۍ جرګه کې به پر دې بحث وشي چې له طالبانو سره څنګه او پر کومو شرایطو سوله کېدای شي.

XS
SM
MD
LG