د لاس رسي وړ اتصالات

اشرف غني: د سولې جدي مذاکراتو ته به زمینه برابره شي


ولسمشر غني ویلي چې افغانستان سولې ته رسېدو برخه کې تر بل هر وخت په ښه موقف کې دی.
ولسمشر غني ویلي چې افغانستان سولې ته رسېدو برخه کې تر بل هر وخت په ښه موقف کې دی.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي چې هیواد یوې تلپاتې او عادلانه سولې ته رسېدو برخه کې تر بل هر وخت په یوه غوره موقف کې دی.

ولسمشر غني نن چهارشنبه فبروري۲۴ (کب شپږمه) له ارګ څخه په خپره شوې ویډيو کې د ملي شورا او حکومت ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا په غونډه کې ویلي چې په دې اړه به په راتلوونکو میاشتو کې له ملي شورا سره دوامداره مشورې وشي.

ولسمشر غني د افغان سولې په اړه د ناټو پرېکړه یو فرصت بللی چې په وینا یې اوس به یو اساسي حل ته د رسېدو لپاره جدي مذاکرات پيل شي.

نوموړي زیاته کړې: "افغانستان نسبت بل هر وخت ته انشاءالله یوې تلپاتې او عادلانه سولې ته د رسېدو برخه کې په یو غوره موقف کې دی...دا یو فرصت دی مخصوصاً د ناټو فیصله چې فیصله یې ونه کړله، یو لوی پیغام دی چې انشاءالله د هغه خلکو ادعاګانې چې غوښتل یې خلک ورته په نانواتو ولاړ شي او په تسلیمي ختمیږي. اوس به انشاءالله جدي مذاکرات چې یو حل ته ورسیږو زمینه به ورته برابره شي."

د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ د روانې فبروري میاشتې پر ۱۸مه د افغانستان په اړه د ناټو دفاع وزیران تر غونډې وروسته وویل چې د دې تړون د دفاع وزیرانو غونډې په افغانستان کې د خپلو پوځیانو د شتون او یا ایستلو په هکله تصمیم ندی نیولی.

د افغانستان جمهوري ریاست د تیرې جمعې په ورځ له افغانستان څخه په بېړه د نه وتلو په اړه د ناټو د پرېکړې هر کلی وکړ.

ارګ وویل چې افغان حکومت او ناټو په دغه هیواد کې د یو ګډ ګواښ پر وړاندې ګډه مبارزه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې تر شااوخوا یوې نیمې میاشتې ځنډ وروسته وړمه شپه په دوحه کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالب استازو ترمنځ د بین الافغاني مذاکراتو ناسته تر سره شوه.

دواړو لورو وویل چې دغه ناسته په ښه فضا کې تر سره شوې او د نورو غونډو پر جوړېدو یې ټينګار کړی دی.

ولسمشر محمد اشرف غني په دغه غونډې کې د ۱۴۰۰ مالي کال بودجې د تصویب په اړه له ولسي جرګې څخه مننه وکړه.

د افغانستان ولسي جرګې د تیرې دوشنبې په ورځ د ۱۴۰۰ مالي کال بودجه تصویب کړه.

XS
SM
MD
LG