د لاس رسي وړ اتصالات

غني هسکه مېنه کې پر لمونځ کوونکو برید د 'بشریت ضد' وباله


ولسمشر غني نن سهار هسکې مېنې ته رسېدلی
ولسمشر غني نن سهار هسکې مېنې ته رسېدلی

ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د هسکې مینې په جومات کې چاودنه په ملي او بین المللي سطحه یوه فاجعه او د بشریت په مقابل کې یو ناوړه عمل دی.

ښاغلي غني نن یکشنبه د اکتوبر پر ۲۰مه (تلې ۲۸مه) د ننګرهار په هسکې مېنه ولسوالۍ کې د تېرې جمعې ورځې د خونړي برید د قربانیانو له کورنیو وسره لیدنه کې دغه پیښه سخته وغندله.

هغه وویل: "دا په یو واړه کلي کې یوه پېښه نه وه، دا د انسانیت په مقابل کې، د بشریت په مقابل کې، د افغانستان په مقابل او د پښتنیت په مقابل کې یو ناوړه عمل و او موږ ټول یې غندو."

ولسمشر غني د شینوارو له ولسونو چې د نوموړي په وینا داعش ډلې ته یې سخته ماتې ورکړې ده مننه وکړه.

هغه وویل: "دا ښيي چې ستاسو اوچتوالی څومره دی او د دې خاینینو کموالی څومره دی، له دا رنګه یو اوچت ولس سره دا ډول چلند په هېڅ قانون په هېڅ اصولو په هېڅ الفاظو یوازې غندلی نشي، بلکې دا خلک باید ... جهنم ته ولېږو او جهنم ته به یې لېږو انشاءالله."

ښاغلي غني د ننګرهار له والي او ملي امنیت له رئیس نه وغوښتل چې د شنیوارو له خلکو سره په ګډه له هسکې مېنې د داعش، طالبانو او نورو تروریستانو ریښې او لمن ټوله کړي.

له ولسمشر غني سره په دغه سفر کې د ملي امنیت شورا سلاکار، مشرانو جرګې رئیس، د ولسي جرګې مرستیال او د کابیني یو شمېر غړي ملګري دي.

ولسمشر غني پر داسې مهال ننګرهار ولایت ته سفر کوي، چې د تېرې جمعې په ورځ د هسکې مېنې په جودري سیمه کې د جمعې لمانځه پرمهال یو جومات کې د چاودنې له امله ۷۰ تنه لمونځ کوونکي ووژل شول او ۳۲ نور ټپیان شول.

دغه خونړۍ چاودنه، چې په کور دننه او بهر په پراخ ډول وغندل شوه، تر دا مهاله یې مسؤلیت هېڅ یوې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

XS
SM
MD
LG