د لاس رسي وړ اتصالات

غزني کې د ملي امنیت پر قطعې موټر بم برید شوی


عکس ارشیف
عکس ارشیف

د غزني امنیتي چارواکي وايي،په یاد ولایت کې د ملي امنیت پر ۷۰۳ قطعې موټر بم ځانمرګی برید شوی دی.

د غزني د پولیسو ویاند احمد خان سیرت امریکا غږ ته وویل چې دغه پېښه نن دوشنبه سهار د مې ۱۸(غويي۲۹) رامنځته شوې ده.

سیرت زیاته کړه چې ځانمرګي خپل له چاوېدونکو موادو ډک موټر ته په غزني ښار کې د «ثقافت اسلامي» په نوم ودانۍ سره د ملي امنیت۷۰۳ قطعې سره چاودنه ورکړې ده.

نوموړي زیاته کړه چې د یادې پېښې بشپړه جزئیات ټاکل شوې وروسته د ملي امنیت لخوا خپاره شي.

بلخوا د غزني د ولایتي روغتون سر طبیب ډاکټر بصیر رامکي امریکا غږ ته وویل چې د پېښې له ځایه ۳۶ ټپيان او ۷ مړي دغه روغتون ته انتقال شوي دي.

د ډاکټر رامکي په خبره چې د پېښې ټول قربانیان ملکي وګړي دي، روغتیايي چارواکي وايي، کېدایشي د قربیانیانو اراقام تغیر شي.

پر همدې مهال د غزني ولایت مقام رسنیو دفتر ویلي چې په دغه موټر بم برید کې ۷ تنه وژل شوي او ۴۰ نور ټپيان شوي دي.

له سیمې عیني شاهدانو ویلي چې د دغه موټر بم برید له ملکي وګړو ته ګڼ مالي زیانونه هم اوښتي دي.

د دغه برید مسؤلیت وسله والو طالبانو په غاړه اخیستی دی.

XS
SM
MD
LG