د لاس رسي وړ اتصالات

د غزني پوهنتون یو ټولګي کې چاودنې ۲۷محصلین ټپیان کړي


دغه چاودنه د درس ویلو پر مهال رامنځته شوې
دغه چاودنه د درس ویلو پر مهال رامنځته شوې

د غزني پوهنتون د دري ادبیاتو پوهنځۍ یو ټولګي کې د چاودنې له امله ۲۷ تنه محصلین ټپيان شوي دي.

دغه چاودنه نن سې شنبه د اکتوبر پر ۸مه «تلې۱۶مه»سهار لس بجې په یاد ټولګي کې د درس ویلو پر مهال رامنځته شوې ده.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي ویلي، چې په دغه چاودنه کې ۲۷ تنه محصلین ټپيان شوي دی.

که څه هم د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي ویلي، چې دغه ماین د طالبانو لخوا ځای پر ځای شوی و، خو طالبانو په دغه چاودنه کې خپل لاس لرل رد کړي دي. بلې ډلې هم تر دا مهاله مسؤلیت نه دی منلی.

بلخوا د غزني د روغتون یوه مسؤل ډاکټر عبدالبصیر رامکي امریکا غږ ته وویل، چې د پېښې له ځایه دوی ته ۲۵ټپيان وروړل شوي دي، چې ۱۸ نجونې او پاتې نارینه محصلین پکې شامل دي.

د دغه ولایت روغتیايي چارواکو د درې ټپیانو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ بللی دی.

د غزني چارواکو ویلي، چې په دغه چاودنه کې د پوهنتون کوم محصل نه دی وژل شوی.

XS
SM
MD
LG