د لاس رسي وړ اتصالات

افغان چارواکي: په غزني کې ۳۰۰ طالبان وژل شوي دي


د غزني امنیه قوماندان غلام داود تره خیل نن چهار شنبه د ( لیندۍ ۹) وویل چې افغان ځواکونو د تندر په عملیاتو کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

تره خیل وايي: "د عملیاتو له پیل راهیسې په ناوه، گیلان، مقر، اندړ او قرباغ کې کوماندو ځواکونو ۳۰۰ مخالفین وژلي دي. "

ښاغلی تره خیل زیاتوي په پام کې ده چې د ده یک او خواجه عمري ولسوالۍ ډیر ژر حکومتي ادارې له سره بیرته خپل فعالیت پیل کړي، او بل هدف دا دی چې د کابل – کندهار لویې لارې شاوخوا کې چاڼیز عملیات ترسره کړي، چې مخکې طالبانو په یو شمیر برخو کې له خلکو پیسې اخیستې.

په ۲۰۱۴ کال کې له بهرنیو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د غزني ولایت د امنیت تر سپارلو وروسته دا لومړی ځل دی چې په غزني کې د پریکنده ماموریت ځانګړي ځواکونه له افغان ځواکونو سره یو ځای د طالبانو پروړاندې په عملیاتو کې ونډه اخیستې ده.

د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري وايي چې د مالستان او جاغوري ولسوالۍ چې څو اونۍ مخکې پکې د طالبانو بریدونه زیات وو له مخالفینو پاکې شوې دي، او په پام کې ده چې دغو ولسوالیو کې نږدې ۱۰۰۰ سرتیري ځای پرځای شي.

د ښاغلي نوري په وینا د تندر عملیاتو په ترسره کیدو سره په سیمه کې وضعیت بدل شوی او په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په خوګیاڼي او ګیلان ولسوالیو کې ۱۴ طالبان وژل شوي او ۱۸ نور ژوندي نیول شوې دي.

نوري وايي: "د خوګیاڼیو په مرزا خیل، چهارقلعه زاله قلعه او د ګیلان ولسوالۍ په شنګي کلي کې عملیات ترسره شوي چې پکې ۱۴ طالبان وژل شوي او په هر ځای کې چې د طالبانو تحرک وي د ځمکې او هوا له لارې پرې عملیات کیږي. "

طالبانو تراوسه خپل لوري ته د اوښتو تلفاتو په هکله څه ویلي نه دي، خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په ټویتر کې لیکلي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په غزني کې ۴ افغان عسکر وژلي دي.

د غزني یو شمیر اوسیدونکي وايي چې دا ډول عملیات ګټور دي او باید په سیمه کې دایمي امنیتي پوستې جوړې شي، او هغو ولسوالیو چې سقوط کړی وو بیرته دې فعالې شي.

د غزني یو اوسیدونکی محمد عظیم وايي: "موږ خوشبین یو هغه سیمې چې طالبانو نیولې وې بیرته به د دولت لاس ته ورشي. "

بلخوا د غزني د ولایتي شورا مشره لطیفه اکبري د افغان او بهرنیو ځواکونو د ګډو علمیاتو هرکلی کړی او وايي په غزني کې د افغان ځواکونو ځای پرځای کیدو سره به د تهدیدونو کچه راټیټه شي.

میرمن اکبري وايي: "زما په نظر دا عملیات مثبت تاثیر لري، خلک مجبور دي چې له خپلو سیمو دفاع وکړي، د اردو امکانات شته خو سیمه اییز پولیس د امکاناتو له کمښت سره مخ دي. "

طالبانو په روان کال کې د غزني مرکز ته نږدې په ګڼو ولسوالیو کې په بې سارې توګه نفوذ پیدا کړی وو، خلک وايي چې د تندرعملیاتو په ترسره کیدو سره به د غزني وضعیت بیرته ښه شي.

XS
SM
MD
LG