د لاس رسي وړ اتصالات

په جګړو کې د غزني د یو ویجاړ شوي کلي د اوسېدونکو د ژوند داستان


په جګړو کې د غزني د یو ویجاړ شوي کلي د اوسېدونکو د ژوند داستان
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:46 0:00

د غزني ولایت د آرزو کلی، د افغانستان د نورو سیمو په څیر د کلونو جګړو په ترڅ کې وران او ویجاړ شوېدی.

د ارزو د کلي دا ستراتیژیک موقعیت چې د غزني مرکزي ښار ته په لاره پرته سیمه ده، د تودو جګړو میدان ګڼل کیدو، خو اوس د دې کلي اوسیدونکې ورو ورو خپلو مېنو ته ستنیږي او هڅه کوي چې خپل وران او کڼډر کورونه بیرته ورغوي.

د غزني د ولایت د آرزو د کلي په کنډوالو کې چې د کلونو جګړو له امله ویجاړ شوی، ددې کلي اوسیدونکي د ژور اقتصادي کړکیچ له امله ناهیلې شوي او نه پوهیږي چې خپل کورونه به بیا ورغولای شي که نه؟

طالب بریدګرو د دغه کوچني کلي په شاوخوا کې په پنځو پوځي پوستو باندی بریدونه او له حکومتي ځواکونو سره جګړه کوله. دوی اکثرآ د ملکي خلکو کورونه د پوستو په توګه کارول. یو دیرش کلن جاوید د فرانس پرس خبري اژانس ته وویل: "زموږ کور شپې او ورځې د ډزو په منځ کې و."

هغه یو تونل ته اشاره وکړه چې طالبانو سږکال د هغه په وران شوي کور کې د پوځ پر یوې پوستې د برید لپاره کیندلی و. جاوید او د هغه کورنۍ اوس هم په بل کلي کې له خپلوانو پناه اخیستی او وایي تر هغې به هلته وي تر څو چې د خپل کور د بیارغولو لپاره کافي پیسې پیدا کړي.

جاوید وایي هیڅ هم نه لري، د خپل کوچني دوکان د بیا جوړولو لپاره یې لا دمخه یو ۱۶۰زره افغانۍ چې شاو خوا ۱۶۰۰ ډالر کیږي، پور اخیستي دي. هغه وايي: "موږ د غیر دولتي موسسو او حکومت مرستو ته اړتیا لرو، که نه نو زما کورنۍ بیرته خپل کلي ته نشي ستنیدلای. د سختو جګړو نه وروسته، اخري اوسیدونکي د جون په میاشت کې، د ارزو د کلي څخه تیښتې ته اړ شول."

کابل ته د طالبانو له راتګ وروسته اقتصادي بحران رامنځته شو. نړیوالې ټولنې هم تر ډېره پر مرستو پورې د تړلي دې هېواد ته خپلې مرستې بندې کړ. پدې ټولو برسیره د ویجاړونکې وچکالۍ، د خوراکي توکو جدي کمښت، د بیو لوړیدو اود بشري ناورین له امله خبرداري هم خپریږي ـ

د ارزو کلی ولې ویجاړ شو؟

د ارزو په څېر زیات شمیر کلیوالي سيمې د دوه لسیزو جګړو له امله هغه مهال زیانمنې شوې چې طالب یاغیان د امریکا، ناټو او افغان ځواکونو سره مخامخ شول او د دواړو خواو په جګړو کې زیاتره عام ولس وځپل شو او زیات ملکي تلفات واوښتل.

د ارزو د کلي ۵۵ کلنه اوسیدونکې، لیلما، د افغان ځواکونو او طالب یاغیانو ترمنځ په نښتو کې خپله لور له لاسه ورکړه. د هغې مېړه هم ټپي شو اونور کار نشي کولای. د هغې کور په جګړه کې ونړید نو هغې بیا جوړ کړ، خو دا ځل، هغه پیسې نلري.

د ۶۵ کلن رفیع الله، چې د سیمې د نجونو د لېسې ښوونکی دی، لور هم په جنګونو کی قرباني شوه. هغه د واده نه دوې اونۍ دمخه ووژل شوه. ښوونځی بیا پیل شوی او رفیع الله هڅه کوي چې له خپلو زده کوونکو سره یو ځای شي، خو بیا هم د خپلې لور غم یی کړوي او د خپلی ماشومې په له لاسه ورکولو ډیرغمجن دی.

د ښوونځي زرغون رنګه دروازه په مرمیو سورۍ سورۍ ده، کړکۍ یې ماتې شوې او دیوالونه یې د توپونو په ډزو سوري شوي دي.

ناچاود توکي

د ۲۰۲۰ کال د پسرلي په دوران کی د جنګونو له امله دلته ۴۰ ملکي وګړي وژل شوي دي. د نورو مرګونو د مخنیوي لپاره، کلیوال ناچاوده توکي راټولوي او په خالي ځای کې یې پټوي. د کلي مشر عبدالباري وايي: "موږ دا کار د ماشومانو د ساتنې لپاره کوو."

عبدالباري وايي، له ۸۰۰ کورنیو څخه شاوخوا ۱۰۰ کورنۍ چې د ارزو په مرکز کې په خټینو کورونو کې اوسېدې، بېرته نه دي ستنې شوې.

که څه هم د طالبانو له خوا د ماینونو د پاکولو هڅې پیل شوي خو کلیوال اندېښنه لري چې ماینونه په هغو کروندو کې ښخ دي چې یو وخت دوي ورباندې د معیشت دپاره تکیه کوله.

!د ژوندي پاتې کیدو بله لاره نشته

زیات شمیر کروندګر چې کروندې یې کرلې اوس بل ځای ته د کار موندلو لپاره تللي دي. څاروي یې هم له منځه تللي دي. ددې کلي بل اوسیدونکی، نقیب احمد وايي: "نور کرکیله نشو کولی څاروي مو هم له منځه تللي، هیڅوک نه و پاتې چې ساتنه یې وکړي او اوبه ورکړي."

هغه زیاتوي چی خلک د ژمي لپاره ذخیره نه لري، ځینې هڅه کوي چې غزني کې په ساختماني کارونو کې کار پیدا کړي او یا په پاکستان او ایران کې کار ومومي. خو ډیری د حکومت د ملاتړ یا نړیوالو مرستو په هیله دي. احمد وايي چې "موږ د ژوندي پاتې کېدو بله لار" نه لرو.

د هغه په قول زیات شمیر کورنۍ پورونه لري او د پور د پرې کولو توان او یا ورته د حل کومه بله لاره هم نلري.

XS
SM
MD
LG