د لاس رسي وړ اتصالات

د غزني د ده یک ولسوالۍ د پولیسو قوماندان ووژل شو


د غزني د والي ویاند وحیدالله جمعه زاده امریکا غږ ته وویل چې د دغه ولایت د ده یک ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ سرپرست جاوید پنجشیري تیره شپه له طالبانو سره په جګړه کې وژل شوی دی.

ښاغلي جمعه زاده زیاته کړه چې په دغې جګړه کې طالبانو ته هم مرګ‌ژوبله اوښتې ده خو تراوسه په دې اړه کره شمېرې ترلاسه شوي نه دي.

د غزني د والي ویاند دغه راز وویل چې د غزني د ښار د لومړۍ حوزې امر هاشم خلجی هم نن سهار د ارزو په کلي کې د ماین په یوې چاودنه کې ټپي شوی دی.

یوې امنیتي سرچینې وویل چې د خواجه عمري ولسوالۍ د ارزو له کلي څخه پنځه ټپیان روغتون ته لیږدول شوي دي.

د غزني د ولایتي شورا غړي وايي چې له څو ورځو راهیسې د دغه ولایت په قره باغ، اب بند، مقر او اندړ ولسوالیو کې شدیده جګړه دوام لري او طالبانو د دغو ولسوالیو ودانۍ کلابند کړي دي.

د غزني د والي د رسنیو دفتر په یو بیان کې ویلي چې په دغو جګړو کې د طالبانو ۲۵ جنګیالي وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.

وسله‌والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG