د لاس رسي وړ اتصالات

یونان د افغانانو د مخنیوي لپاره له ترکیې سره سرحد کې عسکر زیات کړي


یونان په سرحدي سیمو کې د امنیتي ځواکونو شمیر ډیر کړی چې د غیرې قانوني کډوالو د ورتګ مخه ونیسي.
یونان په سرحدي سیمو کې د امنیتي ځواکونو شمیر ډیر کړی چې د غیرې قانوني کډوالو د ورتګ مخه ونیسي.

په یونان کې چارواکي وایي له ترکیې سره یې په سرحد کې د خپلو ځواکونو شمېر زیات کړی دی چې د ډېرو پناه غوښتونکو افغانانو د ورتلو مخه ونیسي.

یونان په تیرو څو میاشتو کې د ترکیې سره په ګډې پولې څه باندې ۱۵۰۰ ځواکونه ځای په ځای کړي، خو تازه یې ۲۵۰ نور سرحدي ځواکونه هم دې سیمې ته د امنیت د لا ټینګښت په خاطر لیږلي دي.

چارواکو همدارنګه ویلي چې شاوخوا ۸۰۰ نور سرحدي ځواکونه به د هیواد په هوایي ډګرونو او د ترکیې سره په ګډې پولې ځای پر ځای شي.

د یونان د چارواکو د معلوماتو له مخې دې هیواد ته وروسته تر هغه ګڼ شمیر افغان پناه غوښتونکي ورمات شول چې په افغانستان کې طالبانو واک تر لاسه کړ.

یونان پدې تیرو دوو کالونو کې د کډوالۍ پالیسي او پخپلو پولو کې د څارنې چارې لا سختې کړي او په خپل سرحد کې یې دیوال لا پراخ کړی.

دې هیواد همدارنګه د څارنې شبکې چې د ټکنالوژۍ په پرمختللو وسایلو سمبالې دي، په سرحدي سیمو کې نصب کړي تر څو دې هیواد ته د غیرې قانوني کډوالو د اوښتو مخه پرې ونیسي.

د بشري حقونو ډلو یونان پدې تورن کړی چې دا هیواد په ښکاره توګه او وړاندې تر دې چې پناه غوښتونکي پکې د پنا غوښتنه وکړي، هغوي یې له هیواده شړلې خو آتن دغه تورونه رد کړیدي.

د یونان د کډوالۍ د چارو وزیر ناتس میتاراچي دوشنبه اکتوبر ۱۱ (تلي ۱۹) د هیواد په پارلمان کې وویل چې د اروپا یو شمیر هیوادونه اړ شوي چې د کډوالو د مخنیوي لپاره جدي اقدامات وکاندي.

پولینډ او لیتوانیا تیره میاشت وویل چې د هغو افغانانو اوعراقیانو د ورتګ د ستونزې سره مخ دي چې د بیلاروس نه دغو هیوادونه ور اوړي.

دغو هیواونو په بیلاروس تور لګولی و چې د کډوالو د فشار نه د ځان د خلاصولو په خاطر مهاجرین دیته هڅوي چې د اروپایي اتحادیې نورو هیوادونو ته ولاړ شي.

XS
SM
MD
LG