د لاس رسي وړ اتصالات

اروپايي هیوادونه د مهاجرینو د ورتګ د مخنوي لپاره اقدامات کوي


په زرګونو کډوال په غیرقانوني لارو د اروپا سرحدونو ته رسیدلي دي
په زرګونو کډوال په غیرقانوني لارو د اروپا سرحدونو ته رسیدلي دي

د ایټالیا سمندري ځواکونه وايي چې د ۲۰۱۵ کال د جون میاشتې راهیسې یي تر اوسه د ۱۰۰ ډیر قاچاقبران نیولي، د ۳۰۰ ډيرې کښتۍ یې د فعالیته منع کړي او په زرګونو کډوالو ته يي نجات ورکړی دی.

اروپایي اتحاديې د مدیترانې په بحیرې کې د "صوفیه" په نامه عملیات پيل کړي. ددی عملیاتو هدف دا دی چې یو خو په مدیترانې کې انساني قاچاق مخه ونیول شي او بل د لیبیا اردو ته روزنه ورکړي چې د خپلو سواحلو د ساتنې وس پیدا کړي.

دا هغه کډوال دي چې په مدیترانې کې د ايتالیې ساحلي ګارد نیولي دي
دا هغه کډوال دي چې په مدیترانې کې د ايتالیې ساحلي ګارد نیولي دي

دا نظامي روزنه په سیسلي ساحل کې په څو نظامي کښتۍ ګانو کې روان دي. پدې کې یوه کښتۍ د هالند د روتردام ده چې پکښې د اوروژنې او انجینرۍ روزنه ورکول کیږي.

یوه کښتۍ د یونان او بریتانیې شریکه ده چې د کښتۍ د چلولو روزنه پکښې ښودل کیږي. په بله کښتۍ کې چې د آی.ټي.اس سن جورجیا په نامه ده، پکې لیبیایي عسکر د نورو زده کړو په خوا کې د پلټنو روزنه اخلي.

یوه اونۍ وړاندې د یونان په کیوس ټاپو کې د ځایي یونانیانو او کډوالو ترمنځ شخړه وشوه چې د ځینې خلکو په اند د کډوالو خیمو ته لاسي بمونه اچول شوي وو، اوس د دوئ ترمنځ د پراخو نښتو د رامینځته کیدلو اندیښنې ډېرې شوې دي.

په یونان کې کډوال په تشویش دي.

تیره اونۍ ددې تاریخي قلعه د دیوالونو له لوری کډوال پر تیږو وویشتل شوو او ځینې خلک وایي لاسي بمونه و.

په دې کمپ کې اته سوه کډوال اوسیږي او راپورونه شيې چې په برید کې هیڅوک ونه وژل شوو. خو خلک پدې اندیښمن دي چې دا ډول برید به بیا وشي.

ځینې خلک له څو ورځو راهیسي له کمپ څخه د باندې اوسیږي. ددی پيښې په اړه تراوسه ضد و نقیص راپورونه ورکول کیږي.

خو د یونان یو ټاپو د اروپایي اتحادیې او ترکیې ترمنځ، اروپا ته د کډوالو د ورتگ د مخنیوي د موافقې راهیسي د بحران بڼه غوره کړې ده، او هر وخت د شخړې د رامینځته کیدو امکان په کې زیات شوی دی.

په یونان کې د مهاجرینو د کمپونونه وضعه ډيره خرابه یادیږي
په یونان کې د مهاجرینو د کمپونونه وضعه ډيره خرابه یادیږي

ځینې پناه غوښتونکي چې د شپږو میاشتو راهیسي پکې اوسیږي، په دې نه پوهیږي چې څه وخت به له دې کمپ څخه وځي، او یا د هغوئ د پناه غوښتونلیکونه به ومنل شي که نه؟ همدې موضوع د کمپ حالات جنجالي کړې دي.

پدې کډوالو کې د محمد جسیم په نوم یو سوریایي کډوال د تیرو اوو میاشتو راهیسي پدې کمپ کې اوسیږي.

جسیم وایي" دلته ټول خلک ډېر خپه دي، ځکه هیڅوک هیڅ هم نه شي کولی. څوک له کمپ څخه وتلی نه شي، اتنز ته نه شي تللی، اروپا ته نه شي تللی، خلک هیڅ هم نه شي کولی، یوازی انتظار کوي."

د اروپایي اتحادیې او ترکیې ترمنځ د کډوالو د مخنیوي موافقې ځایي خلک هم متاثره کړي دي.

ددې ویره ډېره شوې ده چې کیدای شي د سیاستوالو او کډوالو ترمنځ د جنجال څخه د ګولډن ډان په نوم یو فاشیست سیاسي گوند، گټه پورته کړي.

د یونان مرکزي حکومت ددې ټاپو پرځایي چارواکو تور لگوي چې د کډوالو د پاره یې نوي کمپ د جوړولو اجازه ورنکړه، خو د ښاروالۍ معاون وایي هغوئ له یو داسی حالت سره لاس و گریوان دي، چې دوئ هیڅ په کې لاس نه لري.

سیاسي جنجالونه روان دي، خو په کمپ چې ماښام شي، د کډوالو اندیښنې ډېرې شي، په دې نه پوهیږي چې شپه به څنگه وي، او سبا سهار به څه کیږي؟

  • 16x9 Image

    سید سلیمان آشنا

    سید سلیمان اشنا د تلویزون، رادیو او ډیجټل میډیا په برخه کې دولس کلنه تجربه لري او د ٢٠٠٦ کال راهیسې د امریکا غږ د افغانستان څانگې سره همکار دی.

XS
SM
MD
LG