د لاس رسي وړ اتصالات

گلالۍ اسماعیل خوشې شوه


د بشري حقونو فعاله او د پښتون تحریک غړې گلالۍ اسماعیل د یوې ورځ د توقیف نه وروسته خوشې شویده.

د گلالۍ خور صبا اسماعیل امریکا غږ ته د هغې د خوشې کېده تائید کړیدي.

د هغې پلار پروفیسر اسماعیل په خپل ټویټر دغه خبر خپور کړ او د ملاتړو نه یې مننه کړیده. هغه ولیکل

"گلالۍ خوشې شوه. د ټولو ملگرو او د نړیوال مطبوعاتو نه مننه کوم چې د گلالۍ لپاره یې غږ پورته کړ."

د یادونې وړ ده گلالۍ اسماعیل د فرروۍ په ٥ نیټه پولیسو هغه وخت ونیوه چې په اسلام اباد کې یې د ارمان لوڼي د قتل ضد احتجاج کاوه.

د هغې کورنۍ پرله پسې دا ویل چې د گلالۍ اسماعیل پولیسو وړې ده خو هغوي ته دا نده معلومه چې هغه چیرته ده.

د پاکستان پولیسو د گلالۍ په شمول د پښتون تحریک په لسگونه تنه غړي نیولي دي. د بخښنې نړیوالې ټولنې د پاکستان نه غوښتي دي چې ټول نیول شوي فعالان دې خوشي کړي.

XS
SM
MD
LG