د لاس رسي وړ اتصالات

د پي ټي ایم یو کال - د تحریک د تر ټولو لویه کامیابي څه ده؟


د پښتون تحفظ تحریک پداسې حال کې بو کلن شو چې په لسگونو تنه غړي یې د پاکستان په مختلفو زندانونو کې پراته دي.

تیر کال د فرورۍ په ٢٢ نیټه د پاکستان د مختلفو سیمو پښتانه د وزیرستان د یو ٢١ کسیز لاریون سره په اسلام اباد کې یوځاې شو او د نقیب الله محسود د قتل خلاف یې احتجاجي ناسته پیل کړه.

یو څو اونۍ وروسته د دغه غونډې مشرانو تحریک د پښتنو تحفظ تحریک ونوموه او په پاکستان کې یې د خپلو قانوني حقونو لپاره احتجاجونو ته دوام ورکړ.

د تحریک د لمړۍ جلسې نه واخله تر د خیسور د لاریونه پورې، د تح‏ریک مشران او طرفداران د حکومت د سختو اقداماتو سره مخ شول. د تح‏ریک گڼ شمیر طرفداران په زندانونو کې پراته دي او د ترهگرۍ د قانون د لاندې پرې دعوې شویدي.

د پښتون تحریک اساس ایښودونکی منظور احمد پښتین چې په خپله هم د پاکستان ادارو څه موده د ځان سره ساتلې و، د تحریک د تر ټولو اثرلرونکي مشر په توگه وپیژندل شو.

د تحریک د جوړښت او مشهوریدو نه وروسته د پاکستان د پوځ ویاند جنرال اصف غفور یوې خبري غونډې ته په وینا کې وویل چې دا تحریک به ډیر ژر ختم شي. خو د پوځ د ویاند د ادعاگانو برعکس د پښتنو تحفظ تحریک په ټوله نړۍ کې طرفداران پیدا کړ.

منظور پښتین د تحریک د تر ټولو ستره کامیابي د پښتون قام بیداري بولي

ښاغلي پښتین د یو کال پوره کیدو په مناسبت د امریکاغږ سره په یوې ځانگړې مرکې کې وویل "پښتون قام چې هیچ چا به یې پوښتنه نه کوله، اوس د خپلو اساسي حقونو لپاره یو موټی شویدي. په پښتنو کې د ډیرې مودی پس یو قامي تحریک جوړ شو. دغه گیلې به پخوا هم موجودی وی، خو تحریک هغه ټول خلک یو ځاې کړل."

منظور پښتین چې د تحریک په لمړنیو ورځو کې بې یې د پښتنو د ژوند د حق د خوندي کیدو غوښتنه کوله، اوس د پښتنو په وسایلو د هغوي د حق خبره هم کوي.

د تح‏ریک غړې گلالۍ اسماعیل چې د تحریک د لمړنۍ غونډې نه واخله تروسه پورې د تحریک سره په غونډو کې گډون کوي، او لدی کبله یې د پاکستان نه په وتلو بندیز لگول شوی، وایي چې د تحریک د تر ټولو لویه کامیابي د عدم تشدد په لاره پاتې کیدل و.

گلالۍ اسماعیل وایي "په دی یو کال کې د حکومت پوره کوښښ و چې پښتانه راپاروي، په هغوي یې د دروغو مقدمې وکړې. د ملک نه د باندې وتلو بندیزونه پرې ولگول شول، زندانونو ته واچول شول. لادرکه شول خو بیا هم پښتون تح‏ریک د عدم تشدد لاره پرینه ښوده."

گلالۍ وایي چې پي ټي ایم د پاکستاني ادارو ریښتونې مخ نړۍ ښکاره کړ. هغه وایي چې د پاکستان ادارو په اربونو روپۍ په خپل اصل مخ په پټولو باندې لگولی او پښتون تح‏ریک ورله دغه پلان ناکامه کړ.

د پاکستان پوځ د تح‏ریک د پیل نه تروسه پورې په مختلفو لارو د تحریک د مخنیوې کوښښ وکړ. د پاکستان د پوځ ویاند اصف غفور د تح‏ریک په اولو ورځو کې ویلي و چې "پوهیږي چې دغه تحریک د چا په مرسته پیل شویدی". او تور یې ولگاوه چې د افغانستان نه پر مخ بیول کیږي. د پاکستان د پوځ ویاند یوه میاشت مخکې بیا دا هم وویل چې "دغه کسان یې خپل خلک دی او د وزیرستان خلکو د ترهگرۍ ضد سخت تاوانونه گاللي دي او مرور دی."

گلالۍ اسماعیل امریکاغږ ته وویل چې د مرورو د رضا کولو کوښښ پکار دی او کنه نو تح‏ریک به نور زور ونیسي.

گلالۍ اسماعیل دا هم وایي چې دا د پاکستان په تاریخ کې لمړی ځل دی چې پي ټي ایم د وزیرستان د ښځو د بی حرمتۍ پوښتنه وکړله چې دا یې هم ستره کامیابي ده.

منظور پښتین وایي چې تح‏ریک لا په لمړي پړاو کی دی، او خپل مزل به جاري وساتي.

XS
SM
MD
LG