د پاکستان پوځ د پنجشنبې په ورځ فبروري شپږمه (سلواغه ۱۸) وویل چې په شمالي وزیرستان کې په یوې جګړې کې یو سرتېری او ۱۲ اورپکي وژل شوي دي.
د پاکستان د پوځ په اعلامیې کې ویل شوي دي، چې پوځ په سیمه کې د استخباراتي معلوماتو په اساس د «خوارجو» په ضد په عملیاتو بوخت و، چې جګړه وشوه.
د پاکستان حکومت د پاکستان د طالبانو غورځنګ «خوارج» بولي.
پاکستان طالبان په خیبرپښتونخوا کې تقریبآ هره ورځ د پاکستان په امنیتي ځواکونو باندې بریدونه کوي. په وروستیو میاشتو کې په دغو بریدونو کې، چې پاکستاني طالبان وایي دوی کړي، سلګونه کسان وژل شوي دي.
پاکستاني چارواکي تور لګوي چې افغان طالبانو په افغانستان کې پاکستاني طالبانو ته پناه ورکړي او هغوی له هغه ځای څخه د پاکستان په ضد بریدونه پلانوي او تطبیقوي، خو افغان طالبان دا ادعاوې ردوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي وویل، چې د پاکستاني طالبانو تاوتریخوالی، چې په افغانستان کې پناه ځایونه لري، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د خرابوالي عمده علت دی.
نوموړي همدغه راز وویل چې اسلام اباد تېره ورځ د یو افغان جسد افغانستان ته واستوه، چې د پاکستان د طالبانو د غورځنګ په ضد په روانه اونۍ کې د پوځ په عملیاتو کې وژل شوی و.
هغه ادعا وکړه، چې دغه کس په بادغیس کې د طالبانو حکومت د والي د مرستیال زوی و. شفقت علي له افغان طالبانو وغوښتل چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د ځپلو او ختمولو لپاره څرګند او د منلو وړ اقدامات وکړي.
افغان طالبانو لا د دغو ادعاو په اړه څه نه دي ویلي.
فورم \ دبحث خونه