د پاکستان د خیبر پښتونخوا د کورمې ولسوالۍ سني او شیعه مشرانو جرګې د فبرورۍ پر دریمه ( سلواغې ١۵) د پېښور په ناسته کې ځینې مهمې پرېکړې وکړې چې پر ټولنیزو رسنیو به کرکه خورونکې پاڼې په ګوته کوي او حکومت ته به یې ورښيي.
له امریکا غږ سره په خبرو کې د جرګې ځینو ګډونوالو ویل، چې هره يوه ډله به په خپله سيمه کې د جنورۍ پر لومړۍ نېټه شوې د کوهاټ موافقه عملي کوي، لکه د سنګرونو ړنګول، د درنو وسلو سپارل او د لارو پرانیستل.
د سني ډلې يوه مشر او د پارلېمان پخواني غړي فخر زمان بنګښ وويل، وړمه ورځ د اسلام اباد ناستې کوربانه شیعه ډله وه او د پېښور جرګې کوربانه سني ډله وه. د دواړو ډلو پر کورنو د مېلمستیا او ناستو مقصد هم دا وو چې خپلمینځۍ کرکې پاته نه شي.
نوموړي له امريکا غږ سره په خبرو کې وويل، دواړو ډلو د کوهاټ د موافقې ملاتړ وکړ او د امن او روغې جوړې لپاره یې ځینې نورې پرېکړې هم وکړې.
۱ـ د امن ساتلو لپاره به د کورمې شیعه او سني ولسونه او حکومت په ګډه کار کوي.
۲ـ دواړه ډلې به پر ټولنيزو رسنيو له کرکې څخه ډکې پاڼې حکومت ته ور په ګوته کوي چې و يې تړي او په خپلو ډلو به په سختۍ سره بنديز لګوي چې هیڅوک به د کرکې او تاوتریخوالي رامنځ ته په تړاو مسایل نه خپروي.
۳ـ هره يوه ډله به په خپله سيمه کې د کوهاټ موافقې اقدام عملي کوي او په دې لړ کې به له د حکومت سره مرسته کوي.
فخرزمان بنګښ زياته کړه، ډېر ژر به د کوهاټ موافقې عملي کولو لپاره دواړه ډلې له حکومتي کمېټې سره ویني. نوموړی زیاتوي که څه هم امنيتي ځواکونو د سنګرونو په ورانول پيل کړی دی خو د درنو وسلو را ټولونه یې لا نه ده پيل کړې.
د شیعه ډلې یو مخور او پخواني سناتور سجاد توری وايي، د کورمې ټول وګړي پښتانه دي او باید چې د قامي يووالي لپاره کار وکړي او خپلمینځۍ شخړې هوارې کړي.
له امريکا غږ سره په خبرو کې توري وويل، "د پېښور په غونډه کې دا پرېکړه وشوه چې لويې لارې به د حکومت تر سرپرستۍ لاندې خلاصيږي ځکه چې دا د حکومت ذمه واري ده چې په لارو که څوک هم شر جوړوي نو امنيتي ځواکونه یې مخنيوی کولای شي."
نوموړي زیاته کړه بله غونډه به په کورمه کې کېږي.
ياده دې وي چې په دا وروستيو مياشتو کې د شيعه او سني ډلو ترمينځ په جلا جلا نښتو کې سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او د مالي زيانونو ترڅنګ له شاوخوا درو مياشتو راهيسې د کورمې لويې لارې بندې وې چې د خلاصولو په هڅه کې يې دوه مرستیال کمېشنران د ناڅرګندو وسله والو په بریدونو کې ژوبل شول.
د جنورۍ پر ۱۶مه (مرغومي ۲۷) وسلوالو په بګن کې پاړه چینار ته د مال لېږدوونکو موټرانو پر کاروان برید وکړ چې یوشمېر سرتېرو او ډرېورانو ته پکې مرګ ژوبله واوښته او یوشمېر موټر وسوځېدل. پولیسو او امنیتي ځواکونو د وسلوالو پر شا تمبولو لپاره عملیات وکړل او څرخي الوتکو پر بګن بازار او شاوخوا سیمو ډزې وکړې.
د پاکستان امنيتي ځواکونو د جنورۍ پر ۱۹ (مرغومي ۳۰مه) د عملیاتو پر مهال په کورمه کې ځینې سیمې په خپله ولکه کې اخیستې وې او هدفي عمليات يې کړي و خو د جنوري په ٣١ وسله والو د کورمې پر مرستیال کمېشنر سيد منان باندې بريد کړی و چې له کبله يې هغه ټپي شوی وو.
د خيبر پښتونخوا په کورمه کې څلور مياشتې وړاندې د شيعه او سني ډلو ترمينځ د تاوتريخوالي په نتيجه کې شاوخوا ۱۳۰ کسان ووژل شول او له ۲۰۰ زيات ژوبل شول، خو د جنورۍ پر لومړۍ نېټه (مرغومي ۱۲) د دواړو ډلو مشرانو د سولې تړون لاسليک کړ.
د تړون له مخې به د بندو لارو پر خلاصولو سربېره په ۱۵ ورځې کې د وسلو سپارلو تګلاره جوړېږي، د دواړو ډلو سنګرونه به ړنګېږي او بې کوره شوي کسان به خپلو سیمو ته ستنېږي. دا راز د ځمکو شخړې به د اسنادو له مخې هوارېږي او پر ټولنيزو شبکو به د کرکې خپروونکو کسانو پر ضد اقدامات کېږي.
کورمه له طبيعي زېرمو ډکه سیمه ده خو له کلونو راهيسې هلته د سني او شيعه ډلو ترمنځ ترينګلتيا او تاوتريخوالي ناامنه کړې ده.
د دسمبر پر ۲۳ (مرغومی ۳) په پېښور کې د خيبر پښتونخوا د اعلی وزير علي امین ګنډه پور په مشرۍ د ايالتي کابینې په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د پاړه چينار سړک د امنيت لپاره به د ۳۹۹ ځانګړو پوليس سرتېرو ځواک ګوماري.
په هغه غونډه کې دا پرېکړه هم شوې وه چې د مرکزي تحقیقاتي ادارې (ایف ای اې) یوه ځانګړې څانګه به د ټولنیزو شبکو هغه حسابونه څاري چې کرکجن مواد خپروي او فرقه ييز تاوتريخوالي ته لمن وهي.
غونډې دا پرېکړه هم کړې وه چې په کورمه کې شيعه او سني ډلې باید د فبرورۍ تر لومړۍ نېټې ټولې درنې وسلې حکومت ته وسپاري او ټول سنګرونه ړنګ کړي.
فورم \ دبحث خونه