د لاس رسي وړ اتصالات

هیثم بن طارق آل سعید د عمان پاچا شو


د اسوشیتید پریس د خبري آژانس د راپور په اساس د عمان د پاچا سلطان قابوس له مړینې وروسته هیثم بن طارق د دغه هیواد د پاچا په توګه ټاکل شوی.

د عمان نوی پاچا د سلطان قابوس د تره زوی دی او شاوخوا ۶۵ کاله عمر لري.

هیثم بن طارق بن تیمور آل سعید له دې وړاندې د عمان د فرهنګي میراثونو د چارو وزیر وو.

اسوشیتید پریس د عمان د دولتي رسنیو له قوله ویلي، چې پخواني پاچا قابوس بن سعید په یو لیک کې، د عمان د پاچا په توګه د هیثم بن طارق د ټاکلو سپارښتنه کړې وه.

د عمان پخوانی پاچا سلطان قابوس بن سعید بن تیمور د جمعې په ورځ د جنوري په لسمه (مرغومي ۲۰مه) د سرطان د ناروغۍ له امله د ۷۹ کلونو په عمر مړ شو.

سلطان قابوس شاوخوا نیمه پیړۍ د عمان پاچا وو او د عربي هیوادونو د مشرانو په پرتله یې تر ټولو اوږده پاچاهي وکړه.

نوموړی په ۱۳۴۹ کال کې له یوې نرمې کودتا وروسته د خپل پلار ځای ونیو او د عمان پایتخت یې مسقط ته انتقال کړ.

ښاغلی قابوس ددې تر څنګ چې د امریکا متحد وو له ایران سره یې هم ښې اړیکې درلودې او د واشنګټن او تهران ترمنځ د کړکیچ په هوارولو کې یې منځګړيتوب کوه.

سلطان قابوس د خپلې واکمنۍ پر مهال په عمان کې د پام وړ اصلاحات راوستل.

XS
SM
MD
LG