د لاس رسي وړ اتصالات

مهاجرت نړیوال سازمان: نیم میلیون افغانان له پاکستان څخه هېواد ته ستانه شوي


له پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي کډوال.
له پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي کډوال.

د مهاجرت نړیوال سازمان (ای او ام) د دوشنبې په ورځ جنوري ۲۲ (سلواغې دوهمه) وویل، په تیرو څلورو میاشتو کې له هغه راهیسې چې اسلام اباد د بې اسنادو کډوالو د شړلو پرېکړه کړې، لږ تر لږه ۵۰۰زره افغانان له پاکستان څخه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د ای او ام د تازه راپور له مخې، د ۲۰۲۳ کال د سپتمبر له ۱۵ څخه د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ د میاشتې تر نیمايي پورې ۵۰۰۲۰۰ افغانان له پاکستان څخه وتلي دي.

اسلام اباد د اکتوبر په پیل کې، ټولو هغه کډوالو ته چې په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد نلري، یوه میاشت مهلت ورکړ چې په خپله خوښه ووځي او یا د نومبر له لومړۍ نیټې وروسته به وشړل شي.

ای او ام وايي، ډیری دغه کډوال د نومبر د لومړۍ نیټې له رارسېدو سره د افغانستان لور ته تللي دي. پولیسو د کډوالو د شړلو د پروسس دپاره په لسګونو مرکزونه پرانیستي وو.

په پاکستان د بې اسناده افغان کډوالو شمېر د ۱.۷ میلیون په شاوخوا کې ښودل شوی دی.

د ای او ام په خبرپاڼه کې ویل شوي: "د نومبر له لومړۍ نیټې راهیسې، په لوی شمېر د کډوالو د ستنېدو وروسته، پر پوله د تیریدونکو کسانو شمیر په دوامداره توګه کم شوی، خو بیا هم د سپتمبر د ۱۵مې نیټې وړاندې له شمېرو څخه زیات دی."

پاکستان له افغانستان سره پر پوله په خپلو سرحدي سیمو کې امنیتي اندېښنو او کمزوري اقتصاد ته په اشارې سره د کډوالو د شړلو له پرېکړې دفاع کړې ده.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ماموریت د دوشنبې په ورځ په یو راپور کې وویل: "ځینې افغانان چې بیرته ستنیدلو ته اړ ایستل شوي، کیدای شي په خپلسر نیولو، توقیف کیدو، شکنجې او بد چلند له خطر سره مخامخ وي."

سرحدي چارواکو ویلي چې په تورخم کې د پاکستان لور ته د بند پاتې لاریو شمېر له ۴۰۰۰ څخه اوښتی دی.
سرحدي چارواکو ویلي چې په تورخم کې د پاکستان لور ته د بند پاتې لاریو شمېر له ۴۰۰۰ څخه اوښتی دی.

په عین وخت کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تورخم دروازه د سوداګریزو مالونو د لیږدوونکو موټر چلوونکو څخه د پاسپورت او ویزې د غوښتنې پر سر د لانجې له کبله د تیرو لسو ورځو راهیسې تړلې ده.

سرحدي چارواکو ویلي چې د دوشنبې په ورځ په تورخم کې د پاکستان لور ته د بند پاتې لاریو شمېر له ۴۰۰۰ څخه اوښتی دی.

د پاکستان او افغانستان اړیکې په وروستیو میاشتو کې په زیاتیدونکې توګه ترینګلې شوې او اسلام اباد د طالبانو پر حکومت تور پورې کړی چې په خپله خاوره کې د هغو اورپکو په ځپلو کې پاتې راغلی چې په پاکستان کې بریدونه کوي. کابل دغه تورونه رد کړي دي.

په تیرو څلورو لسیزو کې په میلیونونو افغانان د جګړو له امله پاکستان ته مهاجر شوي، په دې کې هغه شاوخوا ۶۰۰ زره افغانان هم شامل دي چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمن کېدو وروسته پاکستان ته تللي دي.

له پاکستان څخه د کډوالو د شړلو د پرېکړې وروسته یو شمېر داسې افغانان هم په لومړي ځل افغانستان ته تللي چې ټول ژوند یې په پاکستان کې تېر کړی دی.

په افغانستان کې، چې د نړۍ د ترټولو ناوړه بشري بحران سره مخامخ هېواد بلل کیږي، د راستنېدونکو کډوالو سره د حکومت او نادولتي موسسو له لوري څه ناڅه مرستې شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG