د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه د افغانانو ډله ایزې کډوالۍ ته چمتووالی نیسي


افغان کډوال
افغان کډوال

د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو ادارې دافغانستان ګاونډیو هیوادونو ته د هغو افغانانو د ډله ایزې کډوالۍ لپاره د ۳۰۰ میلیونو ډالرو د مرستې غوښتنه کړې چې له افغانستان څخه د جنګ او د طالبانو د حاکمیت او د ځورونو له امله تښتي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو اداره او همکار سازمانونه یې د هغه څه لپاره چې د ۵۱۵۰۰۰ افغانانو د مهاجرت ممکنه ناوړه حالت ښودل شوی، چمتووالی نیسي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو د ادارې کمیشنرې، کیلي کلمنتس وویل د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو له حکومتونو سره، دغو هیوادونو ته د زیات شمیر افغان کډوالو د ممکنه ورتګ لپاره د مالي او مادي مرستو چمتووالی نیول کیږي.

هغه وايي د دغو هیوادونو له چارواکو سره د بشري غبرګون د بهیر د چټک کولو لپاره خبرې دوام لري. هغې زیاته کړه د سیمه ایز پیشنهادي پلان جوړل د دغه بهیر عمده برخه جوړوي.

نوموړې زیاته کړه: " تر اوسه پورې د ډله ایزې کډوالۍ شاهدان نه یو، علت دادی چې په افغانستان کې وضعیت په خورا چټکۍ سره او د تمې خلاف بدلون وموند. په همدې خاطر مونږ باید هر ډول احتمالاتو ته چمتو واوسو، چۍ دغه کار سرچینو، چمتووالي او ډیر وخت ته اړتیالري."

د دغو مرستو ډیره برخه به ښايي د ایران او پاکستان هیوادونو ته چې څه باندې څلورو میلیون افغان کډوالو په کې څو لسیزې ژوند کړی، ورکړل شي.

هغې وویل: "د مالي سرچینو بیړنۍ زیاتېدا به مونږ ته د دې فرصت راکړي چې اولیه توکي مخکې له مخکې وپېرو او بیړنیو حالاتو ته تیار و اوسو... د کوید ۱۹ بحراني وضعیت ته په کتو سره، په خاصه توګه په ایران کې مونږ د روغتیا په برخه کې ډیرو زیاتو مرستو ته ضرورت لرو. ډیره مهمه ده چې کوربه هیواد او کډوال دواړه د ناروغۍ په وړاندې محفوظ شي او ټولو ته واکسین برابر شي."

دغه شمېر غوښتل شوې پیسې به د ملګرو ملتونو د ۱۱ ټولنو او نورو هغو نادولتي ټولنو فعالیت د روان عیسوي کال تر پایه تمویل کړي، چې له افغان کډوالو سره مرسته کوي. دغه ټولنې کډوالو ته خواړه، سرپناه، روغتیا، ښوونه او روزنه او نورې حیاتي بشري مرستې برابروي.

XS
SM
MD
LG