د لاس رسي وړ اتصالات

حمید حسن له یوې ورځینو نړیوالو لوبو څخه استعفی وکړه


حمید حسن د افغانستان د ملي لوبډلې تر ټولو تیز توپ اچوونکی و
حمید حسن د افغانستان د ملي لوبډلې تر ټولو تیز توپ اچوونکی و

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې تر ټولو تیز توپ‌ اچونکي‌ حمید حسن د کرکټ له یوې ورځینو لوبو څخه استعفی وکړه.

هغه په نړیوال جام کې د پاکستان په لاس د افغانستان له ماتې وروسته دا اعلان وکړ. دا اتمه لوبه ده چې افغانستان یې د ۲۰۱۹م کال په روان نړیوال جام کې پرلپسې بایلي.

ښاغلي‌ حسن امریکا غږ سره په خبرو کې له خپلو ټولو مینوالو مننه وکړه چې هغه یې ستایلی او ننګه یې کړې وه.

حمید حسن امریکا غږ ته وویل ( د پاکستان په خلاف لوبه کول مې یو ارمان و، ‌خو قسمت یاري ونکړه او ژوبل شوم. له افغان ولس او خپلو مینوالو څخه بخښنه غواړم چې اخري لوبه کې ښه ونشوم لوبېدلی. له هغوی بخښنه هم غواړم).

حمید حسن له پاکستان سره په لوبې کې دوه اورونه وکړل او بیا په پښه ژوبل شو او له میدان څخه ووت. هغه وویل که دی ژوبل شوی نه وای شاید د لوبې نتیجه بدله وای.

له حمید حسن سره د جعفر هاند مرکه دلته واورئ

please wait

No media source currently available

0:00 0:02:02 0:00
مستقیمه لیکه

حمید حسن د افغانستان لپاره ۳۸ یوې ورځنۍ لوبې کړي دي او۵۹ ویکټې یې اخیستې دي.‌ ده په یوه لوبه کې پنځه کسان هم سوځولي دي. حمید د افغانستان د ملي لوبډلې بو مجرب لوبغاړی و چې څو کاله مخکې ژوبل شو او هماغه ټپ اړ کړ چې له لوبو استعفی وکړي.

خو وايي‌ چې استعفی یې له کرکټ‌ سره د خدای په اماني په مانا نه ده،‌ دی به هڅه کوي‌ چې د ۲۰ اورونو لوبې روانې وساتي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. جعفر هاند تر دې دمه په پښتو کې نهه کتابونه لیکلي او ژباړلي دي. په ځانګړي ډول یې د افغانستان او نړۍ د کرکټ په تاریخ باندې درې کتابونه لیکلي.

XS
SM
MD
LG