د لاس رسي وړ اتصالات

د غزني د مرګونې برید طراح ووژل شو ـ دفاع وزارت


حمزه وزیرستانی
حمزه وزیرستانی

د افغانستان دفاع وزارت وايي، په غزني ولایت کې د تېرې ورځې موټر بم برید طراح یې له ۷ تنو نورو وسله والو سره وژلی دی.

د دفاع وزارت نن دوشنبه نومبر ۳۰ (لېندۍ لسمه) په یوې اعلامیې کې ویلي چې د «حمزه وزیرستاني» په نوم کس په غزني ولایت کې د ملي اردو پر یو مرکز د تیرې ورځې برید پلان کړی و.

دفاع وزارت زیاتوي چې نوموړی شخص تیره شپه له خپلو ملګرو سره د غزني ولایت د «ګیرو» ولسوالۍ په «علي شیر خېل» سیمه کې د هوايي برید پر مهال وژل شوی او یو شمېر وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

د غزني ولایت په «ده یک» ولسوالۍ کې تیره ورځ د ملي اردو د کمانډو پر مرکز موټر بم برید کې د چارواکو په وینا ۳۰ امنیتي سرتیري ووژل شول او ۲۴ نور ټپیان شول.

خو د افغانستان د دفاع وزارت بیا تېره ورځ خبر ورکړ چې په دغه موټر بم برید کې یوازې د ملي اردو لس سرتیري وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.

تر دا مهاله کومې وسله والې ډلې په غزني ولایت کې د تیرې ورځې موټر بم برید مسؤلیت نه دی منلی.

XS
SM
MD
LG