د لاس رسي وړ اتصالات

هریس د اوکراین لپاره د امریکا ۱.۵ میلیارد ډالرو مرسته اعلان کړه


د متحده ایالاتو د ولسمشر مرستیاله کاملا هریس
د متحده ایالاتو د ولسمشر مرستیاله کاملا هریس

د متحده ایالاتو د ولسمشر مرستیالې کاملا هریس د شنبې په ورځ جون ۱۵ (غبرګولي ) پر اوکراین د روسیې له یرغل څه باندې دوه کاله وروسته له دغه هیواد سره د امریکا د ۱.۵ میلیارد ډالرو د مرستې اعلان وکړ، چې لویه برخه یې د بریښنا پر سکتور او بشري مرستو باندې لګول کیږي.

د فرانسې د خبري اژانس د راپور له مخې هریس چې په سویس کې د سولې په دوه ورځینۍ غونډه کې ګډون کوي، وویل د دغو تازه مرستو ۵۰۰ میلیون ډالره د اوکراین د بریښنا سکتور ته ځانګړې شوې
دي.

هریس زیاته کړې د ۳۲۴ میلیون ډالرو نوره بودجه به هم چې له وړاندې د امریکا د متحده ایالاتو د نړیوالې پراختیا ادارې له خوا اعلان شوې وه په اوکراین کې بریښنا ته د بیړنیو اړتیاو د پوره کولو لپاره ولګول شي.

هغې په یوې اعلامیه کې وویل: "په دې بودجه به د بریښنا زیربناوې چې په جګړه کې تخریب شوي دي بیرته جوړې شي، د بریښنا تولید ته به پراختیا ورکړل شي، خصوصي سکتور به پانګونې ته وهڅول شي او د بریښنا له زیربناو څخه ساتنه وشي“.

هریس همدا شان وویل دا پیسې به له اوکراین سره د بريښنا د زیربناو په ترمیمولو او بیرته جوړولو کې مرسته وکړي‌ چې د روسیې په وروستیو بریدونو کې ویجاړ شوي دي او زیاته یې کړه:‌ ”دا به د بریښنا رسونې په برخه کې د رامنځ ته شویو خنډونو په وړاندې د اوکراین استقامت ښه کړي او د اوکراین د بریښنا د سیسټم ترمیم او پراخولو ته زمینه برابره کړي."

د امریکا د متحده ایالاتو د نړیوالې پراختیا ادارې او بهرنیو چارو وزارت په دغو تازه مرستو څه باندې ۳۷۹ میلیون ډالره بشري مرستو ته ځانګړې شوې ده.

اغلې هریس وویل: "دا به د کډوالو، کورني بې ځایه شویو، او د اوکراین له ولس سره د روسیې د وحشیانه جګړې له امله د اغیزمن شویو ټولنو اړتیاو ته د رسیدو په برخه کې مرسته وکړي".

هغې زیاته کړه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت به د کانګرس په ملاتړ له اوکراین سره د امنیتي‌ مرستې په نوم د نورو۳۰۰ میلیون ډالرو غیر نظامي مرستې وکړي.

د هریس په وینا له دغې بودجې څخه به اوکراین په خوندي‌ توګه د جګړې په لومړۍ کرښه کې له خپلې خاورې څخه د دفاع، د کرملین له بریدونو څخه د غیرنظامیانو د ژغورلو، د زیربناو د ساتلو او د جنګي او نورو جنایتونو څه باندې ۱۲۰زره پیښو ته د رسیدو لپاره کار واخلي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG