د لاس رسي وړ اتصالات

په نړۍ کې هر کال ۵۶ میلیونه "سقط جنین" کیږي


د نړیوال روغتیایي سازمان د شمیرو له مخې په سلو کې ۸۸ سقط‌ جنین په مخ په ودې هیوادونو کې کیږي
د نړیوال روغتیایي سازمان د شمیرو له مخې په سلو کې ۸۸ سقط‌ جنین په مخ په ودې هیوادونو کې کیږي

هر کال ۲۵ میلیون ښځې په ډیرو ناامنو او خطرناکو شرایطو کې سقط جنین یا د نطفې قصدي نقصان کوي.

د روغتیا نړیوال سازمان رپوټ ورکړی چې په نړۍ کې هر کال لږ تر لږه ۵۶ میلیون جنین سقط کیږي چې شاوخوا نیمایي یې په ځانگړې توگه په بې وزلو هیوادونو کې په ډیرو ناوړه او خطرناکو شرایطو کې عملي کیږي.

نړیوال روغتیایي سازمان رپوټ ورکړی چې د ٢٥ میلیون سقط جنین له جملې نه چې په ناوړه او غیر مصونو شرایطو کې کیږي شاوخوا ۹۷ په سلو کې یې په افریقایي او لاتینې امریکا په هیوداونو کې دي.

د نړیوال سازمان د میندوارۍ د روغتیایي چارو ډاکتره بیلا گاناترا وایي "نیمایي سقط جنین په غیرمصونه نړۍ کې کیږي. دا د حیرانتیا وړ ټکی دی ځکه د علمي پلوه په خوندي ډول د جنین سقط کول یو ډیر ساده کار او لږو امکاناتو ته اړتیا لري... د ډیرو سختو قوانینو پلي کول د جنین د غیر مصونه سقط سره اړیکه لري".

ډاکترې گاناترا وویل چې یوروگوای، نیپال او ایتیوپیا په وروستیو کلونو کې د جنین د مصون او امن سقط لپاره شرایط برابر کړي دي. ټاکل شوې چې ایرلند د راتلونکي کال په می او یا جون کې یو نظرپوښتنه وکړي چې په هغه هیواد کې د جنین د سقط قوانین اسانه شي.

د نړیوال روغتیایي سازمان د شمیرو له مخې په سلو کې ۸۸ سقط‌ جنین په مخ په ودې هیوادونو کې کیږي، چیرته چې د ولادت د مخنیوي لارې چارې او امکانات لږ دي.

XS
SM
MD
LG