د لاس رسي وړ اتصالات

د سرطان ناروغۍ په درملنې کې د غذایي رژیم مرسته؟


روغتیا او غذایي رژیم
روغتیا او غذایي رژیم

سم غذایي رژیم له اوږدې مودې راهیسې د شکرې او د وینې د فشار په څیر ناروغیو د درملنې یوه برخه وه، خو نویو څیړنو ښودلي چې غذایي رژیم او خواړه کیدای شي د سرطان ناروغۍ له درملنې سره مرسته وکړي.

ددغې څیړنې نتیجې چې د چاپیریال په ژورنال کې خپرې شوي، ښیي چې د یو ډول "امینو اسید" محدود خوراک چې تر زیاته په غوښه او هگیو کې شته د سرطاني غدو وده ورو کوي او د سرطان ناروغۍ له درملنې سره مرسته کوي.

ددغې څیړنې اصلي څیړونکی جیسن لوکاسل، وایي د یو مناسب غذایي رژیم نه استفاده کول کولای شي تر یوه حده د سرطان ناروغۍ د درملو د گټورتیا سره مرسته وکړي.

ښاغلي لوکاسل د فرانسې خبري اژانس ته وویل: "دغه څیړنه ښیي چې په ډیرو مواردو کې یواځې درمل نشي کولای موثر وي، خو که د درملو استعمال د یو ښه غذایي رژیم سره مل وي نتیجه ورکوي".

دغه ازموینې تر اوسه یواځې پر موږکانو ترسره شوي دي. څیړونکي وایي د بشپړه نتیجې لپاره زیاتو ازموینو ته اړتیا ده او دغه پروژه لا هم په لومړنیو پړاونو کې ده چې وکړای شي پر انسانانو باندې تطبیق شي.

د کمبریج په پوهنتون کې د سرطان ناروغۍ د پیژندنې استاد پاول فارو وایي: "دمخه تر دې چې د سرطان د درملنې لپاره د غذایي رژیم نه د استفادې په هکله کومې نتیجې ته ورسیږو اړتیا ده چې دغه ازموینې پر انسان باندې عملي شي."

سره له دې ددغې څیړنې څیړونکو ویلي دي چې یو لړ لومړنیو ازموینو ښودلي د غذایي رژیم اثر چې په موږکانو کې لیدل شوي په انسانانو کې هم همداسې دی.

پدې اساس ښاغلی لوکاسل وایي غذایي رژیم کولای شي د انسان په بدن کې پر موجودو غدو باندې ورته اثرات ولري.

که څه هم ښاغلی لوکاسل هیله من دی چې وکړای شي دغه ازموینې پر انسانانو باندې هم عملي کړي، خو وایي د غذایي رژیمونو اړوند تحقیقي پروژې چې په ښکاره گټورې نه بریښي په مشکل سره د مالي پلوه تمویلیږي.

خو بیا هم هغه وایي څیړنو یې ددغې فرضیې سره مرسته کړې چې غذایي رژیم کولای شي په انسانانو کې د سرطان له درملنې سره مرسته وکړي.

ښاغلی لوکاس وایي که ددغې مسلې په اړه پوره شواهد ترلاسه کړي، د غذایي رژیم کنترول ښایي په راتلونکې کې د سرطان ناروغۍ د درملنې یوه عمده برخه شي.

XS
SM
MD
LG