د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني: په ملګرو ملتونو کې د طالبانو حضور ګټه نلري


د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هیکوماس د چهار شنبې په ورځ سپټمبر ۲۲(وږې ۳۱) د ملګرو ملتونو په عمومي مجموعه کې د وینا په اړه د طالبانو له غوښتنې سره مخالفت وکړ.

ښاغلي ماس خبریالانو ته وویل:"د ملګرو ملتونو په عمومي مجموعه کې به د طالبانو وینا هیڅ هدف ترلاسه نکړي."

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه، هغه څه چې مهم دي هغه د طالبانو د ډلې کلک عملي ګامونه دي چې احتمالا ګټور تمامیدای شي نه د هغوی خبرې.

ښاغلي ماس څرګنده کړه چې طالبان باید د بشري حقونو په خاص ډول د ښځو حقونو او د یوه همه شموله حکومت رامنځ ته کیدو ته درناوی وکړي او له ترهګرو ډلو څخه په عملي ډول فاصله واخلي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر یوځل بیا له طالبانو سره د تعامل او خبرو اترو په دوام ټینګار وکړ ، خو ویې ویل چې د ملګرو ملتونو عمومي مجمعه ددې کار لپاره مناسب ځای ندی.

طالبانو په دې وروستیو کې له ملګرو ملتونو وغوښتل چې د افغانستان په استازیتوب د یادې ډلې یوه غړي ته د ملګرو ملتونو په عمومي مجموعه کې د وینا اجازه ورکړي.

اوسمهال د محمد اشرف غني په مشرۍ د افغانستان د پخواني حکومت استازی غلام محمد اسحاقزی د ملګرو ملتونو په سازمان کې د افغانستان استازیتوب کوي. ښاغلی غني د اګست په ۱۵ نیټه متحده عربي اماراتو ته ولاړ او طالبانو کابل ښار ونیو.

د امریکا د حکومت یوه جګپوړي چارواکي ویلي، د ملګرو ملتونو د اعتبار لیکونو د صادردیو کمیټه به چې امریکا یې هم غړې ده، د ملګرو ملتونو د سرمشریزې له پای ته رسیدو مخکې په هغه سازمان کې د طالبانو د استازي د حضور په اړه پریکړه ونکړي.

له دې یوه ورځ مخکې، د بښنې نړیوال سازمان، د بشري حقونو نړیوال فدراسیون او له ځورونې سره د مبارزې نړیوال سازمان د یوه راپور په خپرولو سره وویل چې طالبانو د تیرو شلو کلونو د لاسته راوړنو او د بشري حقونو د له منځه وړلو لپاره هیڅ فرصت له لاسه نه ورکوي.

په دې راپور کې چې د سه شنبې په ورځ سپټمبر ۲۱ (وږدې ۳۰) خپور شوی، راغلي دي چې بشري حقونو او د افغانستان د ټولو اتباعو حقونو ته د درناوي په اړه د طالبانو له مکررو ژمنو برخلاف، دې ډلې له بشري حقونو څخه سرغړونه کړې، ملکي او پخواني پوځیان یې وژلي او د پنجشیر درې ته یې د بشري مرستو مخه نیولې ده.

په دې راپور کې همدارنګه راغلي دي‌ چې طالبانو پر میرمنو، د بیان پر آزادۍ او مدني ټولنې محدودیتونه وضع کړي دي.

د جنوبي آسیا لپاره د بښنې د نړیوال سازمان مرستیالې دینوشیکا دیسانایاک په دې راپور کې ویلي دي چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو څخه د پنځو اوونیو په تیریدو سره، دې ډلې په څرګنده ښکاره کړې چې د بشري حقونو ساتنې او درناوي ته جدي‌ نده او په دې موده کې یې د میرمنو، اعتراض کوونکو او د رسنیو او مدني ټولنې د غړو په وړاندې د بشري حقونو ګڼ شمیر سرغړونې کړي دي.

XS
SM
MD
LG