د لاس رسي وړ اتصالات

حکمتیار: یوازینۍ حل لاره لنډ مهاله حکومت دی


د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار تېره اونۍ په دوه ورځني سفر پاکستان ته تللی و.
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار تېره اونۍ په دوه ورځني سفر پاکستان ته تللی و.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وايي، طالبان اوسنی حکومت نه مني او په وینا یې یوازینی حل یې لنډ مهاله حکومت دی.

ګلبدین حکمتیار له پاکستان څخه تر راستنېدو وروسته نن یکشنبه اکتوبر۲۵ (لړم۴) په کابل کې خبریالانو ته وویل چې پاکستان د افغان سولې برخه کې د صادقانه همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

هغه په دوحه کې بین الافغاني خبرو ته په اشاره وویل چې دغه مذاکرات یوازې د حکومت او طالبانو ترمنځ دي.

نوموړي زیاته کړه: "په دوحه کې روانې خبرې د ارګ د یو ټېم او طالبانو ترمنځ دي، دا د ټولو افغانانو خبرې نه دي. په دغو مذاکراتو کې ډير سیاسي حزبونه نسته، موږ نه یو پکې."

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار تېره اونۍ په دوه ورځني سفر پاکستان ته تللی و.

د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي وايي چې ​ خلک د حکمتیار د څرګندونو پر وړاندې بې‌تفاوته دي.​

ګلبدین حکمتیار اسلام اباد ته د سفر پرمهال د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي، لومړي وزیر عمران خان او نورو لوړپوړو چارواکو سره ولیدل.

د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي ویلي چې هغه (حکمتیار) په تېرو څلورو لسیزو کې له یادو څرګندونو او د قدرت پر سر د نظامونو سره له مخالفت پرته د افغانستان خلکو ته بل پیغام نه دی لرلی.

ارګ تر دې مخکې د لنډ مهاله حکومت رامنځته کېدو په اړه ورته څرګندونې رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG