د لاس رسي وړ اتصالات

ایران د ابراهیم رئیسي د چورلکې لویدو د پلټنو وروستی راپور خپور کړ


په ایران کې چارواکو د مخکني جمهور رئیس ابراهیم رئیسي د هیلې کوپتر د لویدو په هکله د پلټنو په وروستي راپور کې ویلي چې د دې چورلکې د لویدو اصلي علت خرابه هوا وه.

د پلټنو ادارې یکشنبه سپټمبر لومړۍ ( وږي ۱۱) پخپل نهایي راپور کې ویلي چې د پسرلي په موسم کې په سیمې کې "پیچلی اقلیمي او هوایي حالات" د چورلکې د لویدو اصلي عامل دی.

ابراهیم رئیسي چې ۶۳ کاله عمر یې درلود، د بهرنیو چارو وزیر په ګډون د اوو نوور کسانو سره د ایران په شمال کې په یوې غرنۍ سیمې کې د چورلکې لویدو په پیښه کې ووژل شو.

د پلټنو ځانګړې پلاوي په خپل راپور کې چې د IRIB دولتي تلویزیون کې خپور شوی، ویلي چې د چورلکې د لویدو په ځای کې په ناڅاپي توګه په زیاته پیمانه غبار پیدا شوی و او همدا د الوتکې د لویدو سبب شوی.

د دې راپور د خپریدو څخه وړاندې د ایران پوځ هم په خپلو پلټنو کې ویلي وو چې د چورلکې لویدو په هکله د جنایي کړونو هیڅ کومه نښه نه ده مونلې.

تر دې وړاندې د ایران د فارس خبري اژانس د دغه هېواد د یو امنیتي مقام، چې د دغو تحقیقاتو په اړه یې معلومات درلودل، له خولې راپور ورکړی و چې د ناسم موسم تر څنګ د الوتکې د غورځېدو بل عمده علت په الوتکې کې"ډېر وزن" و، چې الوتکه د پیلوټ له کنترو څخه وتلې وه.

خو، د ایران امنیتي‌ ځواکونو دا معلومات رد کړي‌ او ناسم یې بللي دي. د ایران امنیتي ځواکونو ویلي دي‌ چې په الوتکې کې د دوو اضافي کسانو د موجودیت په اړه، چې د امنیتي پروتوکول خلاف دی، د فارس خبري اژانس راپور "په بشپړ ډول ناسم" دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG