د لاس رسي وړ اتصالات

'د لښکرګاه – کندهار لارې خلاصولو عملیات پيل شوي'


د یادو عملیاتو لپاره افغان ځانګړي ځواکونه هلمند ته رسېدلي.
د یادو عملیاتو لپاره افغان ځانګړي ځواکونه هلمند ته رسېدلي.

د هلمند امنیتي مقامات وايي چې د لښکرګاه – کندهار د لويې لارې د پرانیستل کیدو لومړی پړاو عملیات تیره شپه پای ته ورسیدل، خو دلارې د بشپړه امنیت لپاره نوي ګامونه اخلي.

تر دوو اونیو شدیدو جګړو وروسته د کندهار – لښکرګاه پر لویه لار تازه دمي ځانګړي افغان ځواکونه لښکرګاه ښار ته رسیدلي.

لار لاهم د عامو ترافیکو پرمخ تړلې ده خو د هلمند والي یاسین خان وايي چې ژر به یاده لار د عامو خلکو د تګ راتګ لپاره هم خلاصه شي.

د هلمند والي یاسین خان امریکا غږ ته وويل چې د کندهار – لښکرګاه د لويې لاري د پرانیستل کیدو او دایمي امنیت لپاره ځانګړو افغان ځواکونو لومړی پړاو عمليات بشپړ کړه.

یاسین خان زیاته کړه: "پر ۶۰۱ شهرا باندي د لومړي پړاو عملیات په بریالیتوب باندي تیره شپه تر سره شول او د پلان مطابق به ددې لارې په ګډون ګڼې نورې هغه سيمي بيرته امن شي چې څه موده مخکي ترې امنيتي ځواکونو تاکتيکي شاتګ کړی وو."

د کندهار – لښکرګاه لویه لار ۸۰ کیلو میتره واټن لري چي په میوند ولسوالۍ کې د کندهار – هرات له لويې لاري څخ جلا شوې.

دا لار د هلمند د مرکز لښکرګاه په ګډون د هلمند د شپږو ولسوالیو لپاره یوازنۍ مواصلاتي لار ده چې په تړل کیدو سره يې په هلمند کې د خوراکي او نورو اړتیا وړ توکو بيې هم لوړي شوې.

دوې اونۍ وړاندې د هلمند پر مرکز لښکرګاه او دغه راز پر نادعلي، نهرسراج او ناوه ولسوالیو باندي وسله والو طالبانو ډله ییز بریدونه وکړل چې د لښکرګاه ښار د څلورمي حوزې په ګډون يې د یادو ولسوالیو ځيني برخې تر خپلې ولکې لاندي راوستي.

حکومتي چارواکي وايي چې د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره يې له یادو سیمو څخه تکتیکي شاتګ کړی او اوس يې د بیرته نیولو عملیات پيلوي.

د دفاع وزات لوی درستیز جنرال یاسین ضیا، د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین جنرال عبدالصبور قانع او د ملي امنیت ولایتي مرستیال جنرال نظرعلي واحدي د هلمند د پوځي عملیات د څارنې لپاره له تیري اونۍ راهیسې په لښکرګاه ښار کې دي.

د هلمند والي یاسین خان وويل: "وسله والو طالبانو د لښکرګاه – کندهار د لويې لاري په ګډون ګڼ پلونه او پلچکونه لمنځه وړي، د لارو د ترمیم او امنیت تر څنګ به د وسله والو طالبانو له لوري د اېښودلو شویو ماینونو د لمنځه وړلو او د لښکرګاه ښار د څلورمي حوزې په ګډون له لاسه د وتلو ټولو سیمو د تصفيې لپاره ژر یو لړ اقدامات په ۳ برخو کې تر سره شي."

په هلمند کې دا مهال تر ټولو لویه ستونزه د جګړو له سیمو څخه د بېځایه شویو کورنیو ده چې شمېر يې تر لسو زرو کورنیو پوري رسیږي.

یاد کډوال د لویو لارو د پرانیستل کیدو او دغه راز د خپلو سیمو د امن کیدو غوښتنه لري.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG