د لاس رسي وړ اتصالات

د هرات 'ګذرګاه'جومات مرګونې چاودنې ته نړیوال غبرګونونه


عکس ارشیف
عکس ارشیف

د هرات ښار 'ګذرګاه' جومات کې پرونۍ مرګونې چاودنې چې لسګونو کسانو ته پکې مرګ ژوبله واوښتله، نړیوال غبرګونونه پارولي او د امریکا متحده ایالاتو عدالت ته د یادې پېښې د عاملینو سپارولو غوښتنه کړې ده.

د افغانستان په چارو کي د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي تامس ویست د جمعې په ورځ سپټمبر دوهمه (وږې ۱۱) دغه چاودنه غندلې او د پېښې له قربانیانو سره یې غم شریکي ښودلې ده.

ښاغلي ویست دغه پېښه یو «تروریستي او بې معنی» اقدام بللی او ویلي یې دي ددغه چاودنې عاملان باید ونیول شي او عدالت ته وړاندي شي.

دغه چاودنه چې ویل کیږي ځانمرګی برید و، پرون د هرات ولایت په ګذرګاه جومات کې د جمعې لمانځه پر مهال رامنځه شوې ده. د هرات د امنیتي مسؤلینو په وینا دغه چاودنه کې د مشهور دیني عالم مولوي مجیب الرحمن انصاري په ګډون ۱۸ کسان وژل شوي او ۲۴ تنه نور ټپیان شوي دي.

طالب چارواکو ویلي چې د پيښې ټول قربانیان ملکي وګړي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا (یوناما) هم دغه چاودنه غندلې او ویلي دي چې په دغه چاودنه کې د ماشومانو په ګډون لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

یوناما زیاته کړې: "یوناما په هرات کې په یو جومات کې نننی برید چې په پایله کې یې د یو شمېر ماشومانو په ګډون لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته، غندي. عبادت ځایونو ته د تللو په ګډون پر هغو افغانانو ترسره کیدونکي بریدونه چې په خپل ورځني ژوند بوخت دي، باید ودرول شي."

د قطر، ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزارتونو هم د هرات جومات کې پرونۍ چاودنه غندلې او هغه یې یو تروریستي حمله بللې ده.

هغوی په راتلوونکي کې د دغه ډول چاودنو بندېدو غوښتنه کړې او له طالب چارواکو څخه غوښتي چې د دغه هیواد خلکو امنیت ته توجه وکړي.

تر دا مهاله د دغه چاودنې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی، خو طالبانو د یادې چاودنې مسؤلیت د داعش ـ خراسان څانګې باندې اچولی دی.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله ویلي چې مولوي مجیب الرحمن انصاري ته د متوجه امنیتي ګواښونو څخه خبر و او په خبره یې په وروستۍ اونۍ کې د هغه د امنیت تامین په موخه جدي اقدمات تر سره شوي و.

هغه ویلي چې په دې وروستیو کې طالب سرتیرو په هرات ولایت کې د داعش ډلې یو شمېر کسان له منځه وړي چې په دغه ولایت کې د مولوي مجیب الرحمن انصاري په ګډون د نورو دیني علماو د ترور پلان یې لاره.

مجاهد زیاته کړې چې په دې وروستیو کې څلور تنه داعشیان چې د دغه دیني عالم د ترور مسؤلیت یې په غاړه لاره، د دوی د ځواکونو لخوا وژل شوي دي.

د هغه په خبره په دغه موده کې په فراه ولایت کې د داعش ډلې یو مشهور قوماندان هم له منځه وړل شوی چې د افغانستان په لوېدیځ کې د دیني علماو د ترور مسؤلیت په غاړه لاره.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې په دې وروستیو کې د یو شمېر چاودنو د مسؤلیت ادعا د داعش ـ خراسان څانګې کړې ده.

د یادونې وړ ده چې تېر کال د جنورۍ پر ۲۲مه هم په هرات ولایت کې د چسپکي ماین په چاودنه کې اووه تنه ملکي وګړي وژل شوي و او نهه تنه نور ټپیان شوي و. د دغه چاودنې مسؤلیت هم داعش ډلې منلی و.

XS
SM
MD
LG