د لاس رسي وړ اتصالات

هرات ولایت کې نن بیا زلزله شوې


د افغانستان په لویدیځ هرات ولایت کې په تیرو نهو ورځو کې د درییم ځل لپاره د یکشنبې په سهار ۸:۰۶ بجې یوه نسبتآ سخته زلزله شوې ده.

د امریکا د متحده ایالاتو د جیولوژیکي‌ سروې ادارې د معلوماتو له مخې د یکشنبې په ورځ اکتوبر ۱۵ ( تلې ۲۳) د ریښتر په کچه د ۶.۳ درجې زلزلې د افغانستان په لویدیځ کې د هرات ولایت لړزولی دی.

ددغې زلزلې مرکز د هرات ښار ۳۱ کیلومترۍ خواجه سر بُر کې نږدې ۱۰ کیلومتره تر ځمکې لاندې ښودل شوی دی.

د هرات په ولایت کې څو تنو اوسیدونکو امریکا غږ ته وویل، چې د زلزلې لومړی ټکان د یکشنبې سهار وختي ۰۲:۲۸ بجې وشو، چې د هغې وروسته نن سهار ۸:۰۶ بجو یوه نسبتآ سخته زلزله وشوه او بیا ۲۰ دقیقې وروسته د زلزلې یو بل ټکان هم ددغه ولایت ډیرې برخې ولړزولې.

د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو رئیس عبدالواحد ریان د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپله پاڼه لیکلي، چې د یکشنبې د ورځې د زلزلې وروسته د یو تن جسد او ۳۷ ټپیان د هرات ولایت حوزوي روغتون ته انتقال شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان د یکشنبې په ورځ د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپله پاڼه لیکلي، چې د نننۍ زلزلې وروسته ۱۲۰ ټپیان د هرات حوزوي روغتون ته او یو شمیر ټپیان په هرات کې نورو روغتونونو ته انتقال شوي دي.

د هرات ولایت لپاره د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس احمدالله متقي هم د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپله پاڼه د هرات په ولایت کې زلزله تائید کړې، خو د زلزلې له امله د پیښ شوي ځاني او مالي زیان په اړه یې څه نه دي ویلي.

د امریکا د متحده ایالاتو د جیولوژیکي‌ سروې ادارې د معلوماتو له مخې، د افغانستان په لویدیځ کې د شنبې په ورځ اکتوبر اووم ( تلې ۱۵) د ریښتر په کچه د ۶.۳ درجې لومړۍ زلزلې د هرات، فراه او بادغیس ولایتونه ولړزول، چې زیاته مرګ ژوبله یې د هرات ولایت په څلورو ولسوالیو په ځانګړي ډول د زنده جان په ولسوالۍ کې واړوله.

همداشان د امریکا د متحده ایالاتو د جیولوژیکي‌ سروې ادارې د معلوماتو له مخې، د افغانستان په لویدیځ کې د چهارشنبې په ورځ اکتوبر ۱۱ (تلې ۱۹) د ریښتر په کچه د ۶.۳ درجې یوه بله زلزله هم شوې وه، چې د سیمه ییزو چارواکو د وینا له مخې له امله یې درې تنه مړه شوي او شاوخوا ۱۵۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت د شمیرنو له مخې د هرات ولایت په زلزله کې له زرو زیات کسان مړه شوي او ۲۴۰۰ تنه نور ټپیان شوي دي. خو دغه وزارت ویلي، چې کیدای شي د تلفاتو شمیر نور هم زیات شي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې "اوچا" د یو راپور له مخې په تیرو دوو زلزلو کې ۱۳۸۴ تنه مړه شوي او ۱۸۵۳ تنه نور ټپیان شوي دي.

د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، چې په زلزله کې د وژل شویو کسانو زیات شمیر یې ښځې او ماشومان دي.

د ملګرو ملتونو د ادارو د راپورونو له مخې په تیرو زلزلو کې زیات ځاني او مالي زیان د هرات ولایت د زنده جان، انجیل، کشک رباط سنګي، ګلران، کوهسان او د دغه ولایت مرکز په ځینو برخو کې پیښ شوی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د هرات ولایت د زلزلې په اړه د اکتوبر ۱۴( تلې ۲۲) په یو تازه راپور کې ویلي، چې د زلزله ځپلو سیمو څخه نږدې ۶۰ فیصده بې ځایه شوې کسان د هرات ولایت د ګذره په ولسوالۍ کې د موقتي اوسیدانې په شاوخوا سلو خیمو او په لسو خونو کې ځای په ځای شوي دي.

دغه سازمان ویلي، شاوخوا ۲۵۰ کسان د خوړو او د اړتیا وړ نورو توکو مرستې ته په بیړني ډول اړتیا لري.

روغتیا نړیوال سازمان د "اوچا" د راپور په اساس ویلي، چې په دې زلزله کې ۱۹۲۵۰ کسان په مستقیم ډول زیانمن شوي دي، چې ۱۰۹۸ کورنۍ د هرات ولایت د زنده جان په ولسوالۍ کې، ۹۱۴ کورنۍ د انجیل په ولسوالۍ کې، ۳۸۵ کورنۍ د کشک رباط سنګي په ولسوالۍ کې، ۳۶۰ کورنۍ د ګلران په ولسوالۍ کې، ۱۹ کورنۍ د کوهسان په ولسوالۍ کې او ۱۲۱ کورنۍ د هرات په ښار کې زیانمنې کړي دي.

روغتیا نړیوال سازمان د سټلایټ په واسطه د اخیستل شویو تصویرونو د چټکې ارزونې پر اساس ویلي، چې د تیرې اونۍ په زلزلو کې ۲۱۲۸۲ ودانیو ته زیان رسیدلی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG