د لاس رسي وړ اتصالات

ازبکستان: افغانستان کې د سولې د ټینګیدو له هڅو ملاتړ کوو


د هرات د امنیتي خبرو د اووم کنفرانس بندوبست د افغانستان د ستراتیژیکي مطالعاتو مرکز کړی دی.
د هرات د امنیتي خبرو د اووم کنفرانس بندوبست د افغانستان د ستراتیژیکي مطالعاتو مرکز کړی دی.

د افغانستان لپاره د ازبکستان د جمهور رئیس ځانکړی استازي عصمت الله ارگاشیف وایي هیواد یې په افغانستان کې د سولې ټینګیدو، سوداګرۍ د ودې او د افغانستان له لارې د سیمې د نښلولو له هڅو ملاتړ کوي.

عصمت الله ارگاشیف، چې نن د جمعې په ورځ ( لړم ۴ مه) یې د هرات په ولایت کې د "هرات د امنیتي خبرو" اووم کنفرانس ته خبرې کولې وویل، چې هیواد به یې د افغانستان له لارې د سیمې د هیوادونو ترمنځ د ترانزیتي اړیکو د پراختیا په برخه کې خپلو هڅو ته هم دوام ورکړي.

د "هرات د امنیتي خبرو" اووم دوه ورځینی کنفرانس د هرات د اختیارالدین خان په قلعه کې د افغان کارپوهانو او حکومتي چارواکو سربیره د ۱۵ هیوادونو د کارپوهانو په ګډون نن پیل شو.

دغه راز ښاغلي ارگاشیف دغه کنفرانس ته وویل، چې د ازبکستان سیاست په سیمه کې د سولې په ټینګیدو متمرکز دی.

هغه وویل، چې ازبکستان غواړي، چې افغانستان سره د سترو اقتصادي پروژو په پلي کولو کې هم مرسته وکړي او په دې توګه افغانستان د اسیا د نښلولو په برخه کې په یو پل بدل کړي.

ښاغلي ارگاشیف وویل، حکومت یې نیت لري، چې د حیرتان – مزارشریف د اورګادي پټلۍ د هرات – خواف د اورګاډي د پټلۍ سره ونښلوي او هم د افغانستان له لارې د منځنۍ اسیا هیوادونه د ایران د چابهار بندر په واسطه د نړیوالو اوبو سره ونښلوي.

دې غونډې ته د افغانستان د ملي امنیت پخواني سلاکار ډاکټر رنګین دادفر سپنتا په خپله وینا کې وویل،چې ازبکستان په افغانستان کې د سولې په ټینګیدو کې لوی رول لوبولی شي.

د " هرات د امنیتي خبرو" اووم کنفرانس کې د سلو په شاوخوا کې کارپوهانو ګډون کړی، چې د افغان کارپوهانو سربیره د ازبکستان، ایران، هندوستان، پاکستان، امریکا، ترکیه، ترکمنستان،ناروی، هالنډ، برتانیا او سریلانکا د هیوادونو کارپوهان هم شامل دي.

د "هرات د امنیتي خبرو" اووم کنفرانس بندوبست د افغانستان د سراتیژیکو مطالعاتو د مرکز له خوا شوی دی.

دغه مرکز د دې وړاندې هم شپږ نور دغسې کنفرانسونه په هرات کې ترتیب کړي وو.

XS
SM
MD
LG