د افغانستان په کندهار ولایت کې میشت د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده د طالبانو د غورځنګ اساسي ستنه بلل کیږي چې د ۲۰۲۱ کال راهیسې بې له کومې ننګونې پر افغانستان حکومت کوي او په کلکه اسلامي قانون پلی کوي.
اخندزاده د ۲۰۲۴ کال د اګست په میاشت کې د طالبانو د بیاواکمن کېدو د درېیمې کالیزې په مناسبت د کندهار په هوايي اډه کې د امنیتي پرسونل یوې غوندې ته وویل: "وروڼو! دا زموږ ذمه واري ده، د دین خدمت، د شریعت حاکمیت زموږ ترمرګه پورې ذمه واري ده. دا موقته ذمه واري نده."
د ۲۰۱۶ کال په مۍ میاشت کې د طالبانو د مشر په توګه د کار د پیلولو راهیسې، اخندزاده ډیر لږ په عام محضر کې ظاهر شوی دی. تر اخندزاده وړاندې، د طالبانو مشر ملا منصور په پاکستان کې د بې پیلوټه الوتکې په یو برید کې ووژل شو.
اخندزاده، چې عمر یې د ۶۰ یا ۷۰ کلونو په شاوخوا کې ګڼل کیږي، د کندهار ولایت دی او اوس له هم هغه ځای څخه فرمانونه او د ځانګړو ورځو په مناسبت پیغامونه خپروي.
د طالبانو د چارواکو په حواله، هغه د طالبانو د مشر په توګه په لومړي ځل د ۲۰۲۱ کال په اکتوبر کې د کندهار په یوه مدرسه کې، او ورپسې څو ځله بیا په نورو ځایونو کې راڅرګند شو، او هغه کسان یې ناسم ثابت کړل چې فکر یې کاوه نوموړی ښايي مړ او یا هم په پاکستان کې پټ وي.
طالبانو د خپل مشر یوازې یو عکس خپور کړی چې د طالبانو په حواله شاوخوا دوه لسیزې وړاندې اخیستل شوی دی.
'امیرالمومنین'
د طالبانو د مشر په توګه له ټاکل کېدو وړاندې، هبت الله اخندزاده پیژندل شوې څېره نه وه او د طالبانو په جګړه ایزو عملیاتو کې هم ډیر دخیل نه وو. خو دغه "شیخ الحدیث" په اسلامي علومو کې د خپلې پوهې له مخې، د طالبانو په قضايي لیکو کې تر لوړو پوړونو رسېدلی و.
د سختدریځۍ ضد پروژې په نوم نادولتي تحقیقاتي ادارې د معلوماتو له مخې: "د اخندزاده مرموز حالت ښايي په دې کې مهم رول لوبولی وي چې طالبان هغه پر لوړه دنده وګماري. تر دې مخکې، ډېرو داسې انګېرله چې د ملا منصور د ځای ناستي په توګه ښايي نور مخور کسان وټاکل شي."
ددغه تحقیقاتي ادارې په وینا، خو اخندزاده چې په عام محضر کې چندان نه وو څرګند شوی، د طالبانو د مشرۍ لپاره تر نورو وړ کاندید وګڼل شو، ترڅو د مشرتابه محرمیت او "[د طالبانو] په داخلي ډلو باندې کنترول" وساتي.
د ډیرو نورو طالب مشرانو برعکس، د اخندزاده نوم د ملګرو ملتونو د بندیزونو په لیست کې نشته.
د طالبانو د مشر په توګه له ټاکل کېدو وروسته، د القاعدې د هغه مهال مشر ایمن الظواهري هغه "امیر المومنین" وباله او له کبله یې د طالبانو د ملاتړې القاعدې ډلې سره د هبت الله اخندزاده جهادي اعتبار نور هم لوړ شو.
د اخندزاده زوی عبدالرحمن په ۲۰۱۷ کال کې په هلمند ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو پر یوه اډه باندې ځانمرګی برید وکړ.
د ۲۰۲۱ په اګست کې د کابل له سقوط وروسته، هبت الله اخندزاده د طالبانو د مشر په توګه له دې ننګونې سره مخامخ شو چې څنګه خپل غورځنګ په یو حکومت کوونکي قوت بدل کړي.
پر فشار تکیه
اخندزاده د ۲۰۲۲ په اپریل کې وویل چې هېواد یې "د نړۍ په سولې او ثبات کې رول لري،" او پر نړیوالې ټولنې یې غږ وکړ چې "د افغانستان اسلامي امارت" په رسمیت وپیژني. خو په دې شرط چې "اسلامي ګټو" او ځمکنۍ بشپړتیا ته یې درناوی وشي.
اخندزاده ټینګار کړی چې اسلامي قانون د بریالیتوب کیلي ده او د افغانستان په چارو کې یې بهرنۍ "لاس وهنه" غندلې ده.
د ۲۰۲۴ په اپریل کې، اخندزاده وویل چې پر افغانستان باندې د امریکا په یرغل کې شامل هېوادونه اوس هم د "پروپاګند" او "شومو تاکتیکونو" له لارې پر افغانستان بریدونه کوي.
د پنجشنبې په ورځ، د جرمونو د نړیوالې محکمې یو لوړپوړي څارنوال وویل چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو سره د پراخ تبعیض له امله د بشریت ضد جرمونو په تور یې د طالبانو د مشر هبت الله اخندزاده او قاضي القضات عبدالحکیم حقاني د نیولو د امر صادرېدو غوښتنه کړې ده.
د اخندزاده د فرمانونو له مخې، په افغانستان کې د عامه ژوندانه په ډیرو برخو کې د ښځو حضور محدود شوی دی. خو هغه د ۲۰۲۳ په جون کې وویل چې افغان مېرمنې په اسلامي نظام کې له "ظلمونو" څخه ژغورل شوي او په "ازادۍ او عزت" کې ژوند کوي.
د ښځو سره د طالبانو چلند یو عمده لامل ګڼل کیږي چې د دغه ډلې حکومت تراوسه د هیڅ هېواد له لورې په رسمیت ندی پېژندل شوی.
د څېړونکو په باور، د اخندزاده د ځینو فرمانونو په سر د طالبانو د حکومت د مشرتابه ترمنځ داخلي مخالفتونه د ډیرېدو په حال کې دي. خو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۰۲۳ کال د جون میاشتې د راپور له مخې، "هبت الله [اخندزاده] لا هم په ویاړ سره د خپل دریځ د نرمولو دپاره د بهرنیو فشارونو په وړاندې مقاومت کوي."
ددغه راپور له مخې: " داسې نښې نشته چې په کابل کې میشت نور طالب مشران دې په سیاست کې د پام وړ نفوذ وکړي... طالبان لا هم اتفاق ته لومړیتوب ورکوي."
خو د امنیت شورا په راپور کې زیاته شوې چې په اوږد مهال کې داخلي اختلافات کیدای شي د طالبانو مشر کمزوری کړي.
فورم \ دبحث خونه