د لاس رسي وړ اتصالات

سولې شورا: خلیلزاد باید له طالبانو سره خبرې ژر بشپړې کړي


په داسې حال کې چې په قطر کې نن هم د امریکايي پلاوي‌ او طالبانو د استازو ترمنځ خبرې روانې دي د افغانستان د سولې عالي شورا اندېښنه ښيي چې د زلمي خلیلزاد د سفرونو او ناستو غځېدل کېداشي دغه بهیر له ستونزو سره مخ کړي.

دغه شورا له ښاغلي خلیلزاد څخه غوښتي چې سیمې ته خپل سفرونه او ناستې را لنډې او د افغان سولې په تړاو له طالبانو سره خبرې ژر بشپړې کړي تر څو د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې پیل شي.

د سولې د عالي شورا ویاند سید احسان طاهري د سې شنبې په ورځ د «سلواغې پر۲مه» په کابل کې خبریالانو ته وویل: "که امکان ولري باید ژر تر ژره د افغانستان دولت او طالبانو ترمنځ خبرې پیل شي، دا هم زموږ او هم د امریکا لپاره ښه ده، او که چیري دغه بهیر اوږد شي کېداشې نورې ستونزې پکې رامنځته شي."

د سولې عالي شورا له ښاغلي زلمي خلیلزاد څخه تمه لري چې له وسله والو طالبانو سره ناسته کې له افغان حکومت سره د طالبانو پر مخامخ خبرو وغږیږي تر څو دغه بهیر ژر پیل شي.

پرون په قطر کې یو ځل بیا د طالبانو او خلیلزاد ترمنځ خبرې پیل شوي دي
پرون په قطر کې یو ځل بیا د طالبانو او خلیلزاد ترمنځ خبرې پیل شوي دي

ښاغلي طاهري وویل چې د زلمي خلیلزاد او طالبانو ترمنځ د سولې په تړاو خبرې تېره ورځ په قطر کې پيل شوي چې نن هم جریان لري.

طالبانو تېره ورځ په یوې اعلامیې کې وویل چې د دغه ډلې استازې په قطر کې له ښاغلي خلیلزاد سره له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو پر وتلو او یو لړ نورو مسائلو خبرې کړي دي.

پر همدې مهال د افغانستان د سولې عالي شورا چین ته د افغان سولې د دارالانشاء د رئیس محمد عمر داودزي د سفر خبر هم ورکړ.

د سولې عالي شورا وايي چې ټاکل شوې ښاغلی داودزی د چین د بهرنیو چارو له وزیر د چین د ولسمشر له ځانګړي استازي او یو شمېر نورو سیاسي احزابو سره پر افغان سولې وغږیږي.

محمد عمر داودزی
محمد عمر داودزی

د سولې د عالي شورا ویاند وايي چې چین له پاکستان سره نژدې اړیکې لري او ښاغلی داودزی به پخپل سفر کې له چیني چارواکو وغواړي چې پاکستان وهڅوي ترڅو طالبان له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته حاضر کړي.

د سولې د عالي شورا د دارالانشاء رئیس د خپلې دندې تر پیلېدو وروسته لومړی پاکستان ته ولاړ او دا یې د افغان سولې په اړه د سیمه ییز اجماع رامنځته کولو په اړه دوهم سفر دی چې چین ته یې کوي.

XS
SM
MD
LG