د لاس رسي وړ اتصالات

ویسټ سره د زرداري لیدنه: باثباته افغانستان د پاکستان لومړیتوب دی


د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري وايي سوله ییز او سوکاله افغانستان د پاکستان لپاره لومړیتوب لري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د سپټمبر ۱۹ (وږې ۲۸) په یوې اعلامیه کې ویلي چې ښاغلي زرداري تېره ورځ په نیویارک کې د افغانستان په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي توماس ویسټ سره لیدنه کې په افغانستان کې د سولې او ثبات پر ټینګېدو ټینګار کړی دی.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې نوموړي ویلي چې "یو سوله ییز، باثباته او سوکاله افغانستان د پاکستان لپاره لومړیتوب لري."

د بیان له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د دې ترڅنګ په افغانستان او سیمه کې د تلپاتې سولې، ثبات ټینګېدو په هدف د افغانستان له سرپرست حکومت سره د نړیوالې ټولنې پر تعامل باندې هم ټینګار کړی دی.

هغه همدارنګه د افغانستان د پرمختګ په اړه د سیمې ییزې اجماع جوړولو او له دغه هیواد سره د بشري مرستو د چارو تنظیم برخه کې د پاکستان د اسانتیاو رامنځته کولو یادونه کړې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې بشري وضعیت ته په کتو ویلي چې د ژمې په رارسېدو سره به دغه وضعیت نور هم خراب شي. هغه ټینګار کړی چې یاد وضعیت به د ډله ییزي کډوالۍ لامل شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي چې توماس ویسټ په افغانستان کې د سولې ثبات ټینګېدو او تخلیې په چارو کې د پاکستان هڅې وستایلې او په سیمه او افغانستان کې د ستونزو د هواري برخه کې پر دوه اخیزو همکاریو ټینګار کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تر دامهاله د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره د توماس ویسټ د لیدنې په اړه څه نه دي ویلي.

پاکستان پر داسې مهال په افغانستان کې د سولې او ثبات پر ټینګېدو ټینګار کوي چې د تېر یو کال راپدېخوا په دغه هیواد کې د طالبانو سرپرست حکومت د هیڅ هیواد لخوا په رسمیت نه دی پيژندل شوی.

پاکستان چې دا مهال تر بل هر وخت له اقتصادي ستونزو سره مخ دی، تر دې مخکې هم په افغانستان کې د سولې او ثبات پر ټینګېدو ټینګار کړی دی.خو افغان لورو تر دې مخکې د افغانستان د سولې او ثبات په برخه کې د پاکستان پر عملي همکارۍ ټینګار کړی دی.

XS
SM
MD
LG