د لاس رسي وړ اتصالات

ساینسپوهانو د میندوارۍ پر وخت د زړه بدوالي علت او ممکنه درملنه موندلې


په نړۍ کې نږدې ۷۰ سلنه میندواره ښځې د زړه له بدوالي ‌یا خوا ګرزي څخه شکایت کوي. په ځینو میندارو ښځو کې د زړه بدوالی دومره زیات وي چې د هیڅ شي خوړلو او یا څښلو ته یې زړه نه کیږي.

د میندوارۍ پر وخت د زړه شدید بدوالي ته په طبي اصطلاح کې "هایپریمیسس ګرویډیرم" وايي.

یوې تازه ساینسي څېړنې موندلې چې د مور په بطن کې د موجود جنین له خوا ترشح کېدونکی یو ډول هورمون د هغې د زړه بدوالي لامل کیږي. ددغې څیړنې پایلو، چې تېره اونۍ د طبیعت په مجله کې خپرې شوې، د میندوارۍ پر وخت د زړه د بدوالي مخنیوي او ممکنه درملنې ته هم لاره هواره کړې ده.

دا څېړنه په متحده ایالاتو، بریتانیا او سري لانکا کې ترسره شوې ده.

د کېمبرج پوهنتون څېړونکو وویل: "د جنین څخه ترشح کېدونکی یو هورمون چې د GDF15 په نوم یو پروټین دی، ددې کار لامل کیږي... دا چې مور څومره ځان ناروغه احساسوي، په دې پورې اړه لري چې له جنین څخه په کومه اندازه دا هورمون تولیدیږي."

دې پایلې ته د رسیدو لپاره، څېړونکو د یو شمیر هغو ښځو په اړه معلومات ارزیابي کړي چې د یو لړ څېړنو لپاره ګومارل شوي وې.

څېړونکو د دغو ښځو د انساني جنیټیک او د میندوارو مېرمنو په وینه کې د هورمونونو له اندازه کولو وروسته د میندوارۍ پر وخت د زړه بدوالي د مخنیوي ممکنه لارې چارې لټولي دي.

د کېمبرج پوهنتون وايي، د دوی د موندنو له مخې، "د امیندوارۍ د ناروغۍ د مخنیوي احتمالي لاره دا ده چې میندو ته له میندوارۍ وړاندې د GDF15 پروټین ورکړل شي ترڅو ددغه هورمون په وړاندې مقاومت ومومي."

د درملنې لارې چارې

د کېمبرج پوهنتون استاد چې په دې څېړنه کې برخه اخیستې وايي، دا د ښځو د میندوارۍ پر وخت د ناروغۍ د درملنې دپاره ښه خبر دی.

هغه وویل: "دا موږ ډاډه کوي چې د مور د دماغ مشخصې برخې ته د د GDF15 د رسېدو مخنیوی په نهایت کې د دې ناروغۍ د درملنې دپاره د یوې ګټورې او خوندي لارې اساس رامنځته کوي."

د جنوبي کلیفورنیا پوهنتون استادې او ددې څېړنې مخکښې څېړونکې ډاکټر مارلینا فیزو وویل چې دا څېړنه شخصي وه.

هغې وويل: "کله چې زه حامله وم، دومره ناروغه شوم چې په ډیرې سختۍ به مې حرکت کاوه. ما یې د علت په اړه فکر وکړ او پوه شوم چې ددې ناروغۍ په اړه ډېر لږ معلومات موجود دي. سره له دې چې د میندوارۍ پر وخت د زړه بدوالی خورا عام دی."

د نوموړې ټیم په پیل کې د GDF15 او هایپریمیسس ګرویډیرم ترمنځ جنیټیکي اړیکه په ګوته کړه.

هغې وویل: "اوس چې موږ د هایپریمیسس ګرویډیرم په لامل پوهیږو نو درملنې ته یې یو ګام نږدې شوي یو."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG