د لاس رسي وړ اتصالات

سنا ته د ټرمپ د استیضاح د مواردو د استول کیدو احتمال


د امریکا د کانګرس د استازو مجلس دیموکرات غړي
د امریکا د کانګرس د استازو مجلس دیموکرات غړي

داسې ویل کیږي چې د امریکا د استازو مجلس به روانه اوونۍ د جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ د استیضاح دوه موارد سنا مجلس ته استوي.

د استازو د مجلس دیموکرات غړي به نن سه شنبې غونډه وکړي او د مجلس مشره ننسي پلوسي به له خپلې هغې پریکړې په شاه شي چې په سنا کې یې د محاکمې پر طرزالعمل د انتقاد له امله د دوو مواردو استول ځنډولي وو.

د استازو مجلس به د چهار شنبې په غونډه کې ددغې پروسې د قانوني تعقیب لپاره مسولین وټاکي او بیا به همدا مسولین له قانونې لارو چارو پرمخ ځي.

جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ د استازو مجلس له خوا له واک څخه په ناوړه ګټه اخیستنه او د کانګرس د تحقیقاتو په مخنیوي تورن شوی دی.

د امریکا د سنا مجلس غړي به د تورنیدو د دوو مواردو له ترلاسه کیدو وروسته قسم واخلي او په څو ورځو کې به د قاضي القضات جان روبرتز په مشرۍ محاکمه جوړه شي.

سنا مجلس به د یادو مواردو له ترلاسه کیدو وروسته دا موقع ترلاسه کړي چې وګوري آیا جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ د ۲۰۲۰ کال په ټاکنو کې د خپل احتمالي سیاسي سیال جوبایډن د بد نومي کولو اوکراین هڅولی که نه.

خو جمهور رئیس ټرمپ پرون وړاندیز وکړ چې سنا مجلس دې دغه دوسیه پای ته رسیدلې اعلان کړي.

تر اوسه هر هغه جمهور رئیس چې د تورنیدلو له بهیر سره مخ شوی ، د هغه سیاسي ګوند په راتلونکو ټاکنو کې انتخابات بایللې دي. اوس به ولیدل شي چې په نوامبر کې له ټرمپ سره څه کیږي.

XS
SM
MD
LG