د لاس رسي وړ اتصالات

د کرونا ویروس سره مقابلې لپاره د ټرمپ او کانګرس اقدامات


ټرمپ وايي د کرونا ویروس په وړاندې به د مبارزې لپاره له ټول توان څخه کار واخلي
ټرمپ وايي د کرونا ویروس په وړاندې به د مبارزې لپاره له ټول توان څخه کار واخلي

د امریکا د استازو مجلس نن شنبه (مارچ ۱۴) د کرونا ویروس د خپریدو له امله پر خلکو د فشار د کمیدو په هدف د مرستو یوه طرحه تصویب کړه.

د فدرال حکومت په دې مرستو کې د ویروس د معلوملو وړیا آزماښتونه، له کاره لرې پاتې کیدونکو کارمندانو ته امتیازات ، د خوړو د پروګرام تقویت او د وزګاري امتیازات شامل دي.

د کرونا ویروس په وړاندې د مبارزې قانون وروسته له هغه د استازو مجلس وروستۍ رای ګیري ته وړاندې شو چې د امریکا جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ د جمعې په ورځ بیړنی حالت اعلان کړ.

ښاغلي ټرمپ وویل، له دې بیړني حالت سره به ایالتونو او سیمه ایزو ادارو ته تر ۵۰ میلیاردو ډالرو مهیا شي چې له ویروس سره مبارزه وکړي.

د امریکا جمهور رئیس همدارنګه د هغه هیواد د روغتیا او بشري خدمتونو وزارت ته د بیړنيو صلاحیتونو په ورکولو سره د ناروغانو د درملنې په هدف فدرال قوانینو په برخه کې د انعطاف پذیري صلاحیت ورکړ.

ښاغلي ټرمپ وویل:" په دې هیواد کې له ټولو روغتونونو څخه غواړم چې د خپل چمتوالي بیړنی پلان فعال پیل کړي څو په هر ځای کې د امریکایانو غوښتنو ته ځواب وویل شي."

د استازو د مجلس مشرې ننسي پلوسي هم د کرونا ویروس سره د مبارزې په هدف د مرستو له قانون څخه د دواړو ګوندونو د ملاتړ هرکلی وکړ.

د امریکا د واشنګټن ایالت والي جې انسلي د کرونا ویروس د خپریدو د کرارولو په هدف د جمعې په ورځ په ټول ایالت کې د ښوونځیو د تړل کیدو او د لویو غونډو د جوړیدو موده وغځوله.

دغه اقدام په داسې حال کې وشو چې د هغه ایالت روغتیايي چارواکو د شپږو نورو کسانو د وژل کیدو او د څه باندې ۵۶۰ مثبتو پيښو خبر ورکړی دی.

بلخوا د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیرش وايي اوس ددې وخت رارسیدلی چې د بې سارو اقداماتو په کولو سره د کرونا ویروس په وړاندې مبارزه پیل کړو.

XS
SM
MD
LG