د لاس رسي وړ اتصالات

د ۲۰۲۰ کال د انتخاباتو د تحقیقاتو ځانګړې کمیټه د تحقیقاتو نتیجه خپروي


ټاکل شوې چې د کانګرس ځانګړې کمیټه چې د ۲۰۲۰ کال د جمهوري ریاست انتخاباتو او د کانګرس په ماڼۍ د مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د پلویانو د برید او په برید کې د ښاغي ټرمپ د لاس لرلو په هکله د خپلو تحقیقاتو نتیجه راتلونکې دوشنبه ډسمبر ۱۹ خپره کړي.

د کانګرس د استازو د مجلس دا ځانګړې کمیټه ۹ غړي لري چې ۷ یې دموکراتان او دوه یې جمهوري غوښتونکي دي او د واشنګټن پر وخت د ماسپښین په ۱ بجه د تحقیقاتو نتیجه خپره کړي.

د نتیجې د اعلان تر څنګ به دا کمیټه همدرانګه د ځینو کسانو د محاکمه کیدو یا نه محاکمه کیدو وړاندیز هم وکړي.

د دې کمیټې مشر بیني تامپسن د کانګرس په ماڼۍ د ۲۰۲۱ کال د جنوري میاشتې په شپږمې نیټې د ښاغلي ټرمپ د پلویانو د برید کولو په هکله وویل ، "ټرمپ یوې ناکامې کودتا" کې مرکزي نقش درلود.


دې کمیټې د تحقیقاتو په لړ کې د یو شمیر جګپوړو چارواکو په ګډون د ډیرو کسانو خبرې واورېدي او د پوښتنو لپاره یې د کانګرس ماڼۍ ته ور وغوښتل.

د تحقیقاتو دې ځانګړې کمیټې شواهد برابر کړي چې پکې ویل شوي هیڅ امکان لري مخکنی جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ پدې نه پوهیده چې دموکرات جو بایډن ته یې انتخابات بایللي دي.

ډونالډ ټرمپ چې د ۲۰۲۴ کال د جمهوري ریاست انتخاباتو ته یې ځان کاندید کړی، لا هم ادعا لري چې پدې انتخاباتو کې ټګي برګي شوې او دا چې هغه د انتخاباتو ګټونکی دی.

خو په انتخاباتو کې د درغلۍ په هکله د ښاغلي ټرمپ نظریه د هغه نږدې سلاکارانو، پخواني لوی څارنوال او آن لور آیوانکا ټرمپ ته د قناعت وړ نه وه.

د جمهوري ریاست د انتخاباتو د نتیجې د رد کولو لپاره ډونالډ ټرمپ ګڼې هڅې وکړلې. د کانګرس د تحقیقاتو ځانګړې کمیټې ویلي چې ښاغلي ټرمپ آن د اریزونا او جورجیا په ایالتونو کې د انتخاباتو په مسؤلینو فشار راوړی و چې نتیجې رد کړي او دې کمیټې د همدې ایالتونو د انتخاباتو دا مسؤلین د تحقیقاتو لپاره ور غوښتي و چې شاهدۍ ورکړي.
مخکني جمهور رئیس حتی د خپل مرستیال مایک پینس څخه غوښتي و چې د ۲۰۲۱ کال د جنوري د میاشتې په ۶ مې نیټې په کانګرس کې د هغې غونډې مخه ونیسي چې د جو بایډن بری یې تصدیق کاوه.

د متحده ایالاتو لوی څارنوال مریک ګارلینډ تیره میاشت د مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په هکله د دوو فدرالي تحقیقاتو د مخته وړلو لپاره سابقه لرونکی څارنوال جیک سمیت د ځانګړي مفتش په توګه وګماره.

لوی څارنوال د ښاغلي ټرمپ څخه د تحقیقاتو لپاره د ځانګړي مفتش د ټاکلو په هکله په لنډې وینا کې چې د عدلې وزارت څخه یې وکړله، وویل چې دا پریکړه یې وروسته تر هغه وکړله چې مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ او اوسني جمهور رئیس جو بایډن دواړو د جمهوري ریاست انتخاباتو ته د کاندید کیدو نیت څرګند کړ.

لوی څارنوال وویل، " تازه پرمختګونو ته په کتو، زه دې نتیجې ته ورسیدم چې د ځانګړي مفتش ټاکل د ولس په ګټه ده".

ښاغلي ګارلینډ پخپلو خبرو کې دا هم وویل چې د ځانګړي مفتش ټاکل کیدل پدې ټینګار کوی چې د عدلې وزارت په "دا شان ځانګړو حساسو موضوعاتو کې بې طرفۍ اومسؤل بللو ته ژمن دی".

ځانګړی مفتش جیک سمیت چې د عدلې په وزارت کې د کار کولو سابقه لري، اوس مهال د هاګ په محکمې کې د هغې ځانګړې محکمې مشر دی چې په کوسوو کې د جنګي جنایتونو په هکله جوړه شوې.

لوی څارنوال وویل چې ښاغلی سمیت به په سمدستي توګه متحده ایالاتو ته ستون شښي او خپل کار به پیل کړي.

ښاغلی سمیت به د مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په هکله د دوو فدرالي تحقیقاتو مشري په غاړه ولري چې د عدلې وزارت د چارواکو لخوا اوس مهال پر مخ وړل کیږي.

د عدلې وزارت پدې تحقیقات کوي چې آیا کوم شخص یا ادارې په ۲۰۲۰ کال کې چې مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ انتخابات وبایلل، د واک د انتقال او یا د ۲۰۲۱ کال د جنوري په ۶مې نیټې په کانګرس کې د انتخاباتي کالج د رایو په بهیر کې په غیر قانوني توګه لاس وهلی که نه.

دویمه موضوع چې د ښاغلي ټرمپ څخه پکې ترې تحقیقات کیږي، د محرمو اسنادو او سوابقو سره د ښاغلي ټرمپ چلند دی او آیا دا چې هغه پدې هکله د تحقیقاتو مخنیوی کړی که نه.

پخپله ښاغلي سمیت هم په یوې اعلامیې کې ویلي چې غواړي ورسپارل شوي تحقیقات او کوم قانوني تعقیبونه چې "مخې ته راځي، په خپلواکه او داسې ډول وکړي چې د عدلې وزارت د دود او دستور سره برابر وي".

XS
SM
MD
LG