د لاس رسي وړ اتصالات

فرانسوۍ پيغله یو افغان کډوال په خپل کور کې ساتي


شیر بهادر او ماریون
شیر بهادر او ماریون

شپږوېشت کلن افغان کډوال شیر بهادر دا فکر هم نه کاوه چې اروپا ته په لار له کړاونو ډک سفر څخه وروسته به خدای پرې یوه فرانسوۍ پیغله مهربانه کوي چې په خپل کور کې ورته ځای ورکړي.

شیربهادر په فرانسه کې د "ځنګل کمپ" کې و چې له ماریون سره اشنا شو. ماریون د کډوالو لپاره د یوې خیریه ټولنې سره کار کوي چې له کډوالو سره مرسته کوي.

شیربهادر د "کډوالو د ساتنې او بې وطنه خلکو" سازمان ته روان و چې مرسته وغواړي، خو نه پوهیده چې پاریس ته نږدې شپه چیرته تیره کړي. ماریون چې د شیربهادر له ستونزې خبره شوه نو ورته یې وویل "ته کولې شي چې نن شپه زما په آپارتمان کې تیره کړې."

ماریون د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ مامورینو ته ویلي دي "زه پوهه شوم چې هغه یو ښه ځوان دی او ورته مې وویل چې له خپل ملاقات وروسته هم کولی شي چې زما په اپارتمان کې واوسیږي ".

شیربهادر هم د ماریون په کور کې دېره کیږي او دواړه په خوشخالۍ سره ژوند تېروي. په همدې وخت کې شیربهادر ته خبر راځي چې ورور یې مړ شوی دی. شیربهادر له خپل ورور سره یو ځای اروپا ته پر لار و چې په بلغاریا کې پولیسو سره جلا کړل. شیربهادر په ټولنیزو رسنیو کې د خپل ورور لټون پیلوي.

هغه وايي زړه ته یې نه لویدل چې ورور دې یې مړ شوی وي. ورور یې عبدالرحمن جرمني ته تللی و، خو بلاخره یې یو بل سره پیدا کړل. عبدالرحمن هم اوس فرانسې ته تللی دی او هلته د ماشومو کډوالو د ساتنې په یوې ادارې کې اوسیږي.

ماریون چې شیر بهادر یې "خور" بولي وايي چمتو ده چې عبدالرحمن هم په خپل کور کې وساتي. ماریون وايي عبدالرحمن هره ورځ د شیربهادر ملاقات ته راځي او که وغواړي کولی شي چې د هغې په اپارتمان کې ژوند وکړي.

د ځنګل کمپ چې کاله کمپ هم بلل کیږي د فرانسې او برتانیا ترمنځ سیند ته نژدې و، یو مهال په دغه کمپ کې شاوخوا ۱۰زره کډوال چې غوښتل یې برتانیا واوړي اوسېدل. خو په ۲۰۱۶ کال کې د فرانسې حکومت دا کمپ ړنګ کړ.

ښايي سلګونه زره افغانان اروپا ته کډوال شوي وي، خو یو نیم یې په کې د شیربهادر غوندې داستان لري.

XS
SM
MD
LG