د لاس رسي وړ اتصالات

د لیوني سپي ناروغي څومره خطرناکه او وژونکې ده؟


د روغتیا نړیوال سازمان د راپور په اساس، په نړۍ کې هر کال تقریبآ ۶۰زره خلک د لیوني سپي په ویروس اخته کېږي.
د روغتیا نړیوال سازمان د راپور په اساس، په نړۍ کې هر کال تقریبآ ۶۰زره خلک د لیوني سپي په ویروس اخته کېږي.

هاري یا رابیس، چې په عامه اصطلاح کې یې د لیوني سپي ناروغي بولي، یوه ویروسي او وژونکې ناروغي ده چې د انسان په مرکزي عصبي سیستم باندې اغیز کوي.

دا ویروس، چې اوس د نړۍ په ۱۵۰ هېوادونو کې خپور شوی، واکسین لري او مخنیوی یې کیدای شي.

د روغتیا د نړیوال سازمان د شمېرو له مخې، په انسانانو کې د لیوني سپي ۹۹ سلنه پېښې هغه مهال رامنځ‌ ته کېږي چې په دغه ویروس ککړ سپی انسان وداړي. د دغه ویروس ۴۰ سلنه هغه ماشومان دي چې تر ۱۴ کلونو کم عمر لري.

تی لرونکي حیوانات لکه سپي، پیشو، غوا او پسه او وحشي حیوانات په دغه ویروس اخته کېدای شي.

په دغه ویروس ککړ حیوان د لیاړو له لارې دا ویروس نورو ته لېږدوي او په ځانګړي ډول کله چې سپي انسانان وداړي دا ویروس مستقیمآ انتقالېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان د راپور په اساس، د لیوني سپي دغه ویروس د انټرکټیکا پرته په ټوله نړۍ کې خپور شوی او هر کال تقریبآ ۶۰زره خلک پرې اخته کېږي. دا ناروغي په بې وزلو هیوادونو کې په ځانګړې توګه په افریقا اواسیا کې ډیره عامه ده.

د لیوني سپي د ویروس اندازې ته په کتو څو ورځې او څو اونۍ نیسي چې نښې نښانې یې څرګندې شي. تبه، درد، زکام، د بدن د کومې برخې له لارې چې دا ویروس انتقال شوی وي د هغې برخې سوزش او ټوخی د دغې ناروغۍ لومړنۍ نښې دي.

کله چې ویروس مرکزي عصبي سیسټم ته ننوځي، دماغ او نخاعي رګونه له ستونزو سره مخامخېږي او دا هغه وخت وي چې د دغې ناروغۍ مخه بیا نه شي نیول کېدای.

رابیس دوه عام ډولونه لري. تر ټولو عام ډول یې دا دی چې ناروغ ډېر فعال او اوتر وي. له اوبو او تازه اب او هوا څخه وېرېږي. دا ډول یې په څو ورځو کې بیمار د زړه درېدو او تنفسي ستونزو له کبله مړ کولای شي.

دویم ډول یې بیا په انسانانو کې ۲۰ سلنه رامنځ ته کېږي، چې ورو ورو په بدن کې خپریږي او د بدن عضلات په تدریجي ډول فلج کوي چې بیا د کوما او په پای کې د ناروغ د مړینې لامل کیږي.

د لیوني سپي په دې ډول ناروغۍ د اخته کس عمده نښې دا دي چې ویرېږي، هرې خوا ناببره منډې وهي، هرې خوا ته خوله اچوي، غیر عادي‌ شیان لکه لرګي او تېږي خوري، ناڅاپه منډې وهي، غږ یې بدلېږي، کوکې کوي او له خولې لیاړې وځي.

تر دې دمه پورې داسې کومه دقیقه وسیله نه شته چې د دې ناروغۍ تشخیص وکړي او ډېر کله هغه وخت دا ناروغي تشخیص کېږي چې کلینیکي عوارض او علایم په انسان کې څرګند شي.

د دغې ناروغۍ د مخنیوي تر ټولو غوره لار دا ده چې سپي او نور اهلي حیوانات واکسین کړل شي او د واکسین سپارښتنه په هغو هېوادونو کې ډېره کېږي چې کوڅه ډپ سپي په کې ډېر دي.

کله چې یو سپی کوم انسان داړي، باید ژر تر ژره د لسو یا ۱۵ دقېقو پورې داړل شوی ځای په صابون او اوبو باندې ښه پاک ووینځل شي او داړل شوی کس ژر کلینیک ته انتقال شي چې د رابیس واکسین ورته وشي.

یوازې کوڅه ډب سپي دا ویروس نه انتقالوي، نور اهلي حیوانات هم دا ویروس انتقالوي، له همدې کبله ډاکټران تل سپارښتنه کوي چې اهلي حیوانات باید واکسین شي چې هم هغوی ښه وي ‌او هم د دغه ویروس د انتقال مخه ونیول شي.

د روغتیا نړیوال سازمان انسانانو ته د رابیس د واکسین تطبیق، دغه واکسین ته لاسرسی او د ملي پروګرامونو له لارې د لیوني سپي د ناروغۍ په ضد مبارزه اغیزناکه بولي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG