د لاس رسي وړ اتصالات

سراج الدین حقاني د امریکا او ملګرو ملتونو بندیزونو سر بیره څرنګه اماراتو ته رسمي سفر کړی؟


عربي متحده اماراتو ته د طالبانو د کورنیو چارو د سرپرست وزیر، سراج الدین حقاني او هلته د جګپوړو چارواکو سره لیده کاته یې له څو اړخو دقت ته اړتیا لري.

د حقاني دې سفر چې له مخکې نه و اعلان شوي نه یوازې دا چې یو شمیر مبصرین یې حیران کړي بلکې دا هم څرګندوي چې په افغانستان کې د سیمې او د سیمې وراخوا هیوادونه څومره نقش لري.

ملګرو ملتونو د ۲۰۰۷ کال د سپټمبر په میاشت کې په سراج الدین د القاعده شبکې او طالبانو سره د اړیکو لرلو تر څنګ پدې خاطر هم بندیزونه ولګول چې د هغه په مشرۍ د حقانې شبکې د نورو سخت دریځو او ترهګرو ډلو سره مالي ملاتړ کاوه.

د دې تر څنګ د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت او د تحقیقاتوي فدرالي ادارې ویلي هغه چا ته به ۱۰ ملیون امریکایي ډالر ورکړي چې داسې معلومات ورکړي چې سراج الدین حقاني پرې ونیول شي.

په واشنګټن ډي سي کې د نیو امریکن په څیړنیز مرکز کې د نړیوالو مطالعاتو د مرکز مرستیال، پیټر برګن امریکا غږ سره په خبرو کې حیراني څرګنده کړه چې څنګه د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر پداسې حال کې عربي متحده اماراتو ته ځي چې له یوې خوا یې نوم په تور لیست کې دی او له بلې خوا یې امریکا په سر لس ملیونه امریکايي ډالر انعام هم ایښی.

دی وایي چې د سراج الدین حقاني د ملګرو ملتونو د بندیزونو په لیست کې دی چې هغه له همدې کبله نشي کولی د افغانستان څخه د باندې سفر وکړي.

سراج الدین حقاني او د طالبانو د استخباراتو عمومي رئیس عبدالحق وثیق عربي متحده اماراتو ته د خپل سفر په لومړۍ ورځ د ابو ظبي په ښار کې د اماراتو د امیر شیخ محمد بن زاید بن سلطان آل نهیان سره وکتل.

په تیر کې د حقاني کړو وړو ته په کتو عمده پوښتنې پیدا کیږي چې د طالبانو دا جګپوړی چارواکي څنګه داسې یو هیواد ته رسمي سفر کوي چې د خلیج په حوزې کې د متحده ایالاتو یو تر ټولو نږدې متحده بلل کیږي.
د عربي متحده اماراتو سره د حقانیانو کورنۍ اړیکې

په قطر کې د افغانستان د مخکني حکومت دیپلومات، عظیم الله ورسجي چې اوس په متحده ایالاتو کې ژوند کوي، امریکا غږ ته وویل چې عربي متحده اماراتو ته د حقاني سفر بیلا بیلو دلایلو له کبله کیدی شي چې یو یې د اماراتو سره د حقاني د کورنۍ اړیکې دي.

هغه زیاته کړه، " پلار یې، جلال الدین حقاني د ۱۹۸۰ په لسیزه کې د پاکستاني امنیتي ادارو په پټې همکارۍ، د خلیج حوزې هیوادونو او په ځانګړې توګه اماراتو سره نږدې اړیکې درلودې... د جلال الدین حقاني یوه میرمن په خټه یمنۍ او د عربي متحده اماراتو اوسیدونکې وه چې ترې څرګندیږي دواړه خواوې څومره په کورني لحاظ سره نږدې و".

د افغانستان د مخکني حکومت دا دیپلومات همدارنګه وایي یو بل دلیل چې عربي متحده اماراتو ته د حقاني سفر یې ځانګړی کړی دا دی چې د طالبانو سره د متحده ایالاتو او نورو هیوادونو کې د قطر نفوذ کمرنګی وښودل شي ځکه تر دې وړاندې ټولې دا ډول ناستې پاستې په دوحې کې کیدلې.

په بریتانیا کې د آزادۍ او پراختیا مرکز مشر، مجیب الرحمان رحیمي هم د ښاغلي ورسجي په شان نظر لري.

رحیمي پدې هکله امریکا غږ ته وویل، " د حقاني کورنۍ د اماراتو سره له پخوا ناسته پاسته لري. طالبانو پدې تیرو څو کالونو کې د نړۍ د هیوادونو سره د اړیکو په ساتلو کې ډیره اتکا په قطر درلوده".

عربي متحده امارات، پاکستان او سعودي عربستان د نړۍ یوازیني هیوادونه و چې د طالبانو لومړنی حکومت یې په رسمیت پیژندلی و.

د طالبانو خپلمنځي اختلافات او په طالبانو د قطر او ایران نفوذ کمول

په لندن کې آزاد خبریال او څیړونکی سمیع یوسفزی چې د طالبانو داخلي چارو څخه خبر دی وایي چې عربي متحده اماراتو ته د حقاني سفر یو ستراتیژیک اقدام دی او د ښاغلي ورسجي او رحیمي په شان په طالبانو د ایران او قطر نفوذ کمول یې هم رد نکړل.

ښاغلي یوسفزي امریکا غږ ته وویل چې نړیوال دیپلوماتان سراج الدین حقاني ته د یو قومي مشر، د کورنیو چارو وزیر او پخواني جهادي رهبر زوی په توګه ګوري او د طالبانو په رژیم کې "معتدل" شخصیت بولي.

یوسفزي عربي اماراتو ته د حقاني سفر په هکله وویل، " د ده سفرونه په دوو معنی دي – یودا چې عربي امارات غواړي د قطر په نسبت طالبانو سره تعلقات ډیر کړي".

یوسفزي د طالبانو او متحده ایالاتو چارواکو تر منځ په عربي اماراتو کې د ملاقاتونو په هکله وویل چې ښایي د حقاني سفر هم د امریکا په خوښې شوی وي ځکه د هغه په قول "عرب امارات داسې اقدام نکوي چې امریکا پرې خفه شي".

دی همدارنګه وایي چې عربي متحده امارات نه غواړي چې طالبان د ایران، قطر او نورو هغو هیوادونو ته ډیر نږدې شي چې د سعودي عربتسان او عربي متحده اماراتو سره سیالي لري.

سراج الدین حقاني داسې مهال عربي متحده اماراتو ته سفر کوي چې ټاکل شوې ملګري ملتونه د روانې جون میاشتې په دیرشمې د افغانستان په هکله د دوحې درییمه غونډه جوړه کړي. طالبانو د پخوا په څیر یو ځل بیا ویلي چې یوازې په هغه صورت کې پدې غونډې کې ګډون کوي چې شرایط یې ومنل شي.

ښاغلی یوسفزی او نور کارپوهان پدې اند دي چې د عربي متحده اماراتو سره د امریکا نږدې اړیکو او دې سفر ته په کتو داسې څرګندیږي چې نه یوازې د خلیج سیمې هیوادونه بلکې متحده ایالات هم د طالبانو سره د اړیکو کړکۍ پرانیستې ساتي.

ښاغلی ورسجي بیا پدې باور دی چې سراج الدین حقاني پدې سفر سره غواړي د "کندهار شورا" ته خپل د رهبرۍ نقش وښيي او زیاتوي چې هغه غواړي قطر ته هم پیغام ورکړي چې یوازې دوحه نه بلکې د عربي متحده اماراتو په شان نور هیوادونه یې هم هرکلی کوي.

د افغانستان د حکومت یو بل پخواني چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې پدې راپور کې یاد شي، امریکا غږ ته وویل چې د حقاني او هبت الله آخندزاده تر منځ اختلافاتو سره سره، متحده ایالاتو په اوسنیو شرایطو کې د طالبانو بیلوالي پر ځای د هغوي یووالی غواړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG