ماري بامیاني د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ نېټه په کابل کې په یوه ټکسي ناسته وه چې خبره شوه طالبان ښار ته ننوتل.
«یوه شېشه چې ماته شي یا ټوټي ټوټې شي، همداسې یو احساس مې درلوده.»
ماریا بامیاني، چې اوس ۲۹ کلنه ده، هغه مهال یې په کابل کې د جرمني د مرستو رسونې له یوې ادارې سره کار کوه. هغه وايي په ۱۹۹۰ کالونو کې کوچنۍ وه او د طالبانو د لومړي دور حکومت په اړه ډېره نه پوهېږي او یوازینی شی چې ور یاد دی، د طالبانو له لوري د فوټبال په میدان کې د یوې ښځې د اعدام ډاروونکی تصویر دی.
د ماریا لپاره د طالبانو بیا راتګ «د ښځو لپاره د مرګ» په مانا دی. طالبانو واک ته له بیا رسېدو سره سم په ښځو باندې کلک محدودیتونه ولګول او بامیاني چې حالاتو حیرانه او پرېشانه کړې وه، څو اونۍ په کې کور اېساره وه او د باندې وتلو ته یې زړه نه شوه ښه کولای. هغې امریکا غږته وویل: «زه بې سیکه شوې وم.»
هغې ته یوازې د ۲۰ ښځو د وتساپ یو ګروپ ورپاتې و، چې خپل تجارب او احساسات په کې شریک کړي. دا پیغامونه، چې د طالبانو د بیا راتګ په لومړي کال کې راټول شوي وو، له دري او پښتو څخه انګلیسي ته وژباړل شول او بیا د یو کتاب په بڼه چاپ شول چې نوم یې دی: زما ګران کابله. دا کتاب په ۲۰۲۴ کال کې په بریتانیا کې چاپ شو، چې په کې د طالبانو د دور په لومړي کال په کې د ښځو د ازادۍ سلبېدل منعکس شوي او د ځینو نورو افکار بیا داسې دي ته وا له بهر څخه د افغانستان وضعیت څاري.
ماریا بامیاني د همدغه کال د اکتوبر په میاشت کې جرمني ته ولېږدول شوه، خو بیا یې هم په دغه ګروپ کې خپل نظریات او تجارب شریک کول.
هغې وویل چې «موږ یوازې د افغانستان په اړه خپل احساسات شریکول» او فکر مو نه کاوه چې دا پیغامونه به یوه ورځ کتاب او چاپ شي. دا ګروپ د لیکوالو د پرمختګ د پروګرام یوه برخه وه چې په ۲۰۱۹ کال کې د «ناویلي داستانونه» په نوښت پیل شوی و. دغې ډلې «زما قلم د یوې مرغۍ وزر دی» تر عنوان لاندې د یو بل کتاب د چاپ تابیا کوله، چې په افغانستان کې «اسلامي جمهوریت» سقوط او طالبانو بیا واک ترلاسه کړ.
د افغان ښځو د لنډو کېسو دا ټولګه بیا په ۲۰۲۲ کال کې خپور شو. د «ناویلي داستانونه» بنسټګرې او «زما ګران کابله» مرستیال ایډیټرې لوسي هانا امریکا غږ ته وویل چې د وتساپ ګروپ پیغامونه د لیکوالانو په غوښتنه راټول شول.
هغې وویل:«د ښځو د غږ اورېدل مهم دي، او د هغو ښځو غږ اورېدل، چې خبریالانې نه دي او د روانو چارو له کبله یې ژوند اغیزمن کېږي او مبتګرې لیکوالانې دي، غږ اورېدل هم مهم دي.» نوموړې وویل چې دا ۲۱ لیکوالانې د بېلا بېلو نژادونو څخه دي، چې عمرونه یې د ۲۲ او ۶۵ کالونو ترمنځ دي.
فاطمه سادات هم د دغې ډلې یوه لیکواله ده. هغې وویل چې هغې او نور ښځو غوښتل چې یو داسې مصون ځای ولري چې له ډار پرته «هر هغه څه یې چې په ذهن کې ګرځي، شریک» کړای شي.
سادات کابل ته د طالبانو تر راتګ یوه اونۍ مخکې د فولبرایټ په سکالرشېپ امریکا ته راغله چې د ښځو او جنسیت په چارو کې ماستري وکړي. هغې وویل: «زما باور نه کېده چې زما له وتلو څو ورځې وروسته به داسې څه پېښېږي. ما غوښتل چې په ګروپ کې د نجونو په حال خبره واوسم.»
سادات وايي چې دا د «زړورتیا» نښه وه چې دغو ښځو په ګروپ کې خپل احساسات او تجارب شریکول: «د دوی د پیغامونو لوستلو زه وهڅولم او ما هم په کې له امریکا څخه د خپلو احساساتو شریکول پیل کړل».
هغې زیاته کړه: «د یوې ښځې په توګه زما ویره زما د بشري حقونو او د ښځو د حقونو په اړه وه. د طالبانو بیا راتګ افغانستان ته د تاوتریخوالي، ترهې او شاتګ په مانا دی.»
سادات وايي دا دردونکې ده چې یو څوک زده کړه نه شي کولای، خپل کور پرېږدي او په ژوند کې دې انتخابونه ولري: «ستا ژوند په زندان بدلېږي».
د ۲۰۲۱ کال د اګست له میاشتې راهېسې طالبانو په ښځو او نجونو باندې کلک بندیزونه لګولي او له شپږم ټولګیو ورپورته یې پرې زده کړې هم بندې کړي، په دولتي او نادولتي ادارو کې یې پر کار هم بندیزونه او ځینې نور محدودیتونه لګول شوي دي.
خو فاطمه سادات وايي: «طالبانو له موږ څخه لیکل نه شي اخیستلای.» د افغانستان نورو ښځینه لیکوالانو هم د دغه کتاب د چاپ هرکلی کړی دی.
افغانه لیکواله او شاعره پروین ملال وايي چې د ښځو لپاره ډېره مهمه ده چې د خپل د ژوند د تجربو په اړه لیکنې وکړې.
هغې وویل: «لیکل د هغو خلکو سره چې د رواني پلوه د ناوړو پيښو سره مخامخ شوې وي او روحي ناروغی ورته پيدا شوې وي مرسته کوي.»
د رواداري په نوم، د بشري حقونو یو افغان سازمان چې له هېواد څخه د باندې فعالیت کوي، د ډسمبر په میاشت کې یو راپور خپور کړ چې په کې ویل شوي، په افغانستان کې رواني ناروغي، د ځان وژنې د هڅو پېښې او په کم عمر کې د ماشومانو واده کول زیات شوي دي.
د دوی په راپور کې ویل شوي دي: «د ښځو په زده کړو د بندیز له کبله، د ښځو سره تاوتریخوالی زیات شوی چې د ښځو او نجونو ژوند یې سخت کړی دی.»
خو ماریا بامیاني په دې باور ده چې په افغانستان کې اوسنی وضعیت دوامدار نه دی: « زه خوشبینه او هیله منه یم چې حالت به ډېر ونه پايي او هیله لرم چې په افغانستان کې د ننه خلک کم رنځ وګالي.»
فورم \ دبحث خونه