د لاس رسي وړ اتصالات

د کرکټ نړیواله شورا: د طالبانو د تګلارو له کبله د افغانستان کرکټ ته سزا نه ورکوو


د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په دې وروستیو کې کلونو کې د انګلنډ په ګډون قوي لوبډلې ماتې کړې دي
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په دې وروستیو کې کلونو کې د انګلنډ په ګډون قوي لوبډلې ماتې کړې دي

له هغه وروسته، چې لسګونو بریتانوي سیاستوالو د انګلنډ له کرکت بورډ څخه وغوښتل بله میاشت د چمپینز ټرافي په سیالیو کې له افغانستان سره لوبه ونه کړي، د کرکټ نړیوالې شورا ویلي چې له افغانستان سره به د کرکټ د ودې لپاره خپله مرسته روانه ساتي.

د کرکټ مشهور ویبسایټ (ESPNcricinfo) د پنجشنبې په ورځ جنوري نهمه (مرغومې۲۰) په خپل راپور کې د کرکت د نړیوالې شورا د یو ویاند له خولې لیکلي چې د افغانستان کرکټ او لوبغاړو ته د هغه څه له کبله سزا نه ورکوي، چې دوی یې مسئول نه دي.

ویاند ویلي دي: «د کرکټ نړیواله شورا به د افغانستان کرکټ بورډ او لوبغاړو ته د خپل هېواد د حکومت (طالبانو) له لوري د وضع شوي قانون د مراعت کولو له کبله سزا ورنه کړي.»

په راپور کې د ویاند له خولې همدغه راز ویل شوي چې آی سي سي به له افغانستان سره د نارینه وو او ښځینه وو د کرکټ د ودې لپاره خپله مرسته روانه ساتي.

د افغانستان د کرکټ بورډ یو مقام، چې نه غواړي نوم یې په راپور کې ولیکل شي، امریکا غږ ته وویل چې دوی په دې اړه د کرکټ له نړیوالې شورا سره په تماس کې دي او د اوس لپاره د اندېښنې کومه خبره نه شته.

دغه چارواکي وویل چې د بورډ مشر میرویس اشرف د کرکټ د نړیوالې شورا له غړو سره د خبرو لپاره متحدو عربو اماراتو ته تللی. ده وویل چې د بورډ مشر یې پلان لري چې ژر د کرکټ په برخه کې د اړیکو د ښه کولو او دوو اړخیزو لوبو د برابرولو لپاره جنوبي‌ افریقا ته هم ولاړ شي.

دا په داسې حال کې ده چې د جنوبي افریقا د ورزش وزیر ګایټن مککنزي ویلي دي که د ده په خوښه وای، په چمپینز ټرافي کې به یې له افغانستان سره لوبه نه کوله. په جنوبي افریقا کې د کرکټ په اړه پرېکړه د دغه هېواد کرکټ بورډ کوي.

دا مسائیل له هغه وروسته مطرح شول چې د بریتانیا د پارلمان څه باندې ۱۶۰ استازو او سیاستوالو د انګلنډ او ویلس د کرکټ له بورډ څخه وغوښتل، چې په ښځو او نجونو باندې د طالبانو حکومت د محدودیتونو‌ په اعتراض کې بله میاشت په لاهور کې له افغانستان سره د چمپینز ټرافي په سیالیو کې لوبه ونه کړي. د انګلنډ بورډ دا غوښتنه رد کړې ده.

انګلنډ او جنوبي افریقا د چمپینز ټرافي په سیالیو کې له افغانستان سره په یو ګروپ کې دي. تر دې مخکې د استرالیا کرکټ بورډ د ښځو د حقونو له کبله له افغانستان سره د دوو اړخیزو لوبو د نه کولو پرېکړه کړې وه. انګلنډ هم ویلي چې له افغانستان سره دوې اړخیزې لوبې نه کوي، خو دا دواړه هېوادونه په ورستیو نړیوالو جامونو کې له افغانستان سره مخاخ شوي او افغانستان ماتې ورکړې دي.

څو میاشتې مخکې افغانستان په یو دوه اړخیز سیریز کې جنوبي افریقا ته هم ماتې ورکړه.

د کرکټ بورډ دغه مقام وویل چې د انګلنډ او استرالیا د کرکټ‌ استازو ورته ویلي چې دوی مجبورآ دا پرېکړې د خپلو حکومتونو د تګلارو په اساس کړي او د افغانستان د کرکټ وضعیت ورته د درک وړ دي.

په ټولنیزو رسنیو کې هم زرګونه افغانانو په دې مسئلې باندې خبرې او پوستونه کړي دي. د ښځو د حقونو ځینو فعالانو د بریتانیا د سیاستوالو دا کار ستایلی خو، اکثریت افغانانو دا کار غندلی او ویلي دي، چې باید ورزش او سیاست سره جلا شي او کرکټ د ښځو د حقونو مسئله نه شي حل کولای.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د کرکټ د مشهور ستوري راشد خان په ګډون اکثریت افغان لوبغاړو د ښځو په زده کړو د بندیزو په ضد خپل غږ اوچت کړی او اعتراض یې کړی دی. هغوی د طالبانو له حکومت څخه غوښتي دي، چې د ښځو په زده کړو لګول شوي بندیزونه لېرې کړي.

طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې واک ته له رسېدو ورسته په افغانستان کې تر شپږم ټولګي ورپورته د نجونو په زده کړو، کار، سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو مشارکتونو باندې بندیزونه ولګول. ملګرو ملتونو دا بندیزونه «جنسیتي تبعیض» بللي، خو طالبان یې د افغانستان داخلي ستونزه بولي او وايي چې دا بندیزونه یې «تر امرثاني» پورې دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG