د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې د سقط جنین د حق لغوه کېدو د ښځو فعالان اندېښمن کړي


په امریکا کې ښځو د تیرو ۵۰ کلونو راهیسې ددغه هېواد د اساسي قانون د څوارلسم تعدیل له مخې د جنین د سقط حق درلود. څوارلسم تعدیل د امریکا له کورنۍ جګړې وروسته د مساوي حقونو د تامین او غلامۍ د لمنځه وړلو په موخه رامنځ ته شوی دی.

اوس چې د امریکا سترې محکمې د جنین د سقط حقونه بیرته اخیستي دي، منتقدین فکر کوي چې ممکن ښځې بیا د مرییانو په څېر اولاد راوړلو ته مجبورې شي.

په ۱۹۶۸ کال، د اساسي قانون څوارلسم تعدیل ازادي يو ګام نوره هم مخکې بوتله او هر چا ته مساوي حقونه ورکړل شول.

او په ۱۹۷۳ کې، څورلسم تعدیل د سقط د حق د خوندي کولو لپاره قانوني بنسټ وګرځول شو. خو تېره میاشت د متحده ایالاتو په ستره محکمه کې د محافظه کارو قاضیانو اکثریت دغه قانون لغوه کړ.

منتقدین وايي چې یاده پرېکړه د غلامۍ ترخه درسونه او هغه توپیرونه چې د امریکا په ایالتونوکې شتون لري، له پامه غورځوي.

د اساسي قانون تحلیلګره، میشل ګوډوین له ښځو د سقط د حق اخېستل د اندېښنې وړ بولي او وايي چې له دې آمله تور پوستې ښځې له نورو زیاتې زیان ویني. هغه وايي: "زه د مسیسیپي په څیر ایالت ته ګورم، چیرې چې سترې محکمې دا پریکړه کړې، هلته د امیندوارۍ پر مهال د زړه د درېدو۸۰ سلنه قربانیانې تورپوستې مېرمنې دي".

اوس ایالتونه کولی شي د سقط جنین حق تنظیم کړي. تمه کیږي چې له نیمایي څخه ډیر ایالتونه د سقط حق محدود کړي او یا بیخي بندیز پرې ولګوي

د جنین د سقط د حقونو ملاتړ کوونکي، هغه ایالتونه چې په لوړه کچه بې وزلي او یا لږکي لري، هغه به ډېر زیانمن شي.

د بشري حقونو فعالان وايي، په دغو ایالتونو کې بې وزلي ډیره زیاته ده او د اقلیتونو وګړي پکې زیانمن کیږي.

ښځي به اړ ایستل شي چې ناغوښتل شوي امیدوارۍ د پوره مودې لپاره وساتي او یا به هغو ایالتونو ته چې د جنین سقط پکې پکې آزاد دی د سفر له امله محاکمه شي.

د مسیسیپي په ایالت کې د ښځو د حقونو د موسسې (شیرو) مشره مېشل کلون دا د ښځو حق تلفي بولي: "موږ باید په دې اړه خورا روښانه واوسو. دلته ځینې ایالتونه پر دې خبرې کوي چې څنګه نورو ایالتونو [د سقط لپاره] تګ جرم وګڼي او د محاکمې لاره یې خلاصه کړي".

د جنین د سقط مخالف فعالان د ستري محکمې په دې پرېکړې خوشحاله دي چې ایالتونو ته یې ددې حق د اداره کولو کار سپارلی دی.

د ټکساس د ایالت د اوسني قانون لمخې سقط یوازې د امیدوارۍ د شپږ اونیو وروسته منع دی. خو ددې میاشتې په وروستیو کې به دا قانون بدل شي او پر سقط جنین به بشپړ بندیز ولګیږي او یوازې په عاجلو حالاتو کې د مور د ژوند د ژغورلو دپاره به ورته اجازه وي.

د ژوند لپاره د ټکساس اتحادپه نامه د تنظیم کارکوونکې ایمي اوډانیل دا خبره صحیح نه بولي چې پر سقط جنین بشپړ بندیز لګول شوی دی او وايي چې دا پرېکړه په رایه ورکوونکو او د هغوی په آستازو پورې تړاو لري: "رایه ورکوونکي ددې وړتیا لري چې داسې چارواکي وټاکي چې د ایالت په کچه د دوی زیاتره ارزښتونه وپالي او د داسې قوانینو لپاره هڅې وکړي چې یاد حقونه تامینوي".

د سقط جنین مخالفین وايي، سترې محکمې بالاخره سمه فیصله کړې ده چې د څوارلسم تعدیل پر بنسټ د جنین د سقط هغه قضیه یې پای ته رسولې چې نږدې پنځوس کاله یې دوام کړی دی.

د هیریټېج د څېړنیز بنسټ کار پوه زاک سمیت وايي د امریکا په اساسي قانو کې د جنین د سقط مسله نشته او له همدې آمله د سترې محکمې وروسته پرېکړه پر ځای بولي. د اساسي قانون په متن کې نه موندل کېږي. او سترې محکمې په سمه توګه درک کړه چې د رو وېډ پرېکړه ناسمه وه.

تېره اونۍ ، جمهور رئیس بایډن د درملو له لرې د سقط په ګډون د سقط جنین د حق د خوندي کولو فرمان لاسلیک کړ.

د جنین د سقط موضوع به د نومبر په میاشت کې د کانګرس لپاره د ټاکنو په لړ کې یو عمده ټکی وي.

XS
SM
MD
LG