په بریتانیا کې څه باندې ۱۶۰ سیاستوالو په یو لیک کې د انګلنډ او ویلس له کرکټ بورډ څخه غوښتي دي چې بله میاشت په پاکستان کې د چمپینز ټرافي په سیالیو کې له افغانستان سره لوبه ونه کړي، خو د انګلنډ کرکټ بورډ دا غوښتنه رد کړې ده.
دغه سیاستوال، چې د بریتانیا په پارلمان کې د اصلاح ګوند د مشر نایجل فیراج او د کارګر ګوند د پخواني مشر جیرمي کوربن په ګډون یو شمېر وکیلان هم په کې دي، وايي دا کار باید په افغانستان کې د ښځو د حقونو په اړه د طالبانو د ځپونکي دریځ په ضد غوره شي.
ټاکل شوې چې د فبرورۍ په ۲۶مه نېټه د پاکستان په لاهور کې انګلنډ له افغانستان سره د چمپینز ټرافي په سیالیو کې مخامخ شي.
په دغه لیک د انګلنډ له کرکت بورډ څخه غوښتل شوې، چې "د طالبانو تر ولاک لاندې افغانستان کې له ښځو او نجونو سره د بد چلند په اړه غږ پورته " کړي.
د کرکټ د نړیوالې شورا د اساسنامې په اساس، د دغې شورا په غړو هېوادونو کې باید دا لوبه د هلکانو او نجونو لپاره په مساوي ډول مساعده وي او د ودې لپاره یې کار وشي. خو طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې واک ته له بیا رسېدو وروسته د ښځو په ورزش، له شپږم ټولګیو ورپورته په زده کړو، کار او نورو مشارکتونو باندې بندیزونه ولګول.
د کرکټ نړیوالې شورا د ښځو د حقونو په اړه د طالبانو د ځپونکو تګلارې سره سره افغانستان ته د نړیوالو لوبو اجازه ورکړې ده.
د انګلنډ د کرکټ بورډ اجرايي مشر ریچارد ګولډ د بریتانوي سیاستوالو غوښتنو ته په ځواب کې د کرکټ د نړیوالې شورا د ټولو غړو له لوري د یو متحد دریځ غوښتنه کړې ده.
هغه ویلي: "د انګلنډ کرکټ بورډ په افغانستان کې د طالبانو تر رژیم لاندې د ښځو او نجونو سره چلند غندي. په داسې حال کې چې د کرکټ د نړیوالې شورا په منځ کې د بل نړیوال اقدام په اړه اجماع نه شته، د انګلند کرکټ بورډ به په فعاله توګه د دغو اقداماتو دفاع کوي. د کرکټ د نړیوالې شورا په کچه یو همغږی دریځ به د یو اړخیز فردي عمل په پرتله ډېر اغیزناک وي. "
انګلنډ له افغانستان سره د دوه اړخیزو لوبو د نه کولو پرېکړه کړې ده، خو د کرکټ د نړیوالې شورا په لویو سیالیو کې، چې نور هېوادونه هم په کې وي، لوبې کوي.
تر انګلنډ مخکې استرالیا هم د ښځو د حقونو له کبله له افغانستان سره د دوه اړخیزو لوبو د نه کولو پرېکړه کړې وه، خو په نړیوالو سیالیو کې یې بیا له افغانستان سره ولوبېدل. افغانستان د ۲۰۲۴ کال په نړیوال جام کې استرالیا او د ۲۰۲۳ کال په نړیوال جام کې انګلنډ ته ماتې ورکړې.
فورم \ دبحث خونه