د لاس رسي وړ اتصالات

د چین او طالبانو اړیکې؛ طالبان به اویغور جنګیالي له افغانستان وشړي؟ 


اویغور مسلمانان
اویغور مسلمانان

چین د ګوتو په شمېر هغو هېوادونو څخه دی چې په افغانستان کې یې د طالبانو له راتګ وروسته هم خپل سفارت ونه تړه.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ژاو لیجان څه موده مخکې په طالبانوغږ وکړ چې په خپلو ژمنو عمل وکړي او له ټولو «ترهګرو ډلو سره دې خپلې کرښې معلومې»کړي. چین«ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ»د خپل امنیت لپاره ګواښ بولي.

ویاند وویل چې طالبان باید «د ختیځ ترکستان د اسلامي غورځنګ سره قاطع جګړه وکړي او د سیمه ایز امنیت، ثبات، پرمختګ او همکارۍ په مخکې پراته خنډونه له منځه یوسي».

ختیځ ترکستان غورځنګ څوک دي؟

د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ چې ایغور سخت دریځو مسلمانانو یې بنسټ ایښی د چین په «سین یانګ» ایالت کې د "ختیځ ترکستان" خپلواک دولت جوړول غواړي.

ملګري ملتونه وايي دا ډله په افغانستان کې سلګونه جنګیالي لري.

د چین برسیره متحده ایالات، اروپایي ټولنه، بریتانیا او روسیه د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ یوه ترهګره ډله بولي.

ایا طالبان به د اویغور مسلمانانو ملا وتړي؟

په هالنډ کې مېشت اویغور مهاجر عبدالغني‌ ثابت وايي چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته حالت دقیق څاري.‌

ښاغلي ثابت امریکا غږ ته وویل: «طالبان له کلونو راهېسې په نورو هېوادونو او سیمه کې د هغو مسمانانو په اړه اعلامیې خپروي چې د ادعا له مخې دولتي چارواکي ورسره ناسم چلند کوي.‌ هغوی د فلسطین، کشمیر او نورو برخو کې د مسلمانانو په اړه غږ اوچت کړی او له [اسلامي امت] څخه یې غوښتي‌ چې پاڅېږي.»

اویغور مسلمانان
اویغور مسلمانان

خو ښاغلی ثابت زیاتوي‌ چې طالبان په چین کې د شاوخوا ۱۲میلیون اویغور مسلمانانو په اړه چوپه خوله دي.

هغه وویل: «که طالبان په چین کې د اویغور مسلمانانو په اړه خپل غږ اوچت کړي،‌ دا کار به یې په [نړیواله کچه] شهرت نور هم زیات کړي. خو، دا ډله [طالبان] ویره لري چې د چین له ملاتړ څخه به بې برخې شي.»

کارپوهان په دې باور دي چې اوس طالبان په نړۍ کې د مسلمانانو په مسائیلو باندې د خپل دریځ په څرګندولو کې احتیاط کوي،‌ ځکه چې طالبان اوس د یوې ډلې نه،‌ بلکې د یو هېواد «نمایندګي» کوي.

همدغه راز طالبان د اړتیا وړ سرچینو د ترلاسه کولو لپاره له چین سره هم د ښو اړیکو د ټېنګولو هڅې کوي.

په واشنګټن ډي سي کې د ختیځ ترکستان د بیدارۍ د غورځنګ بنسټګر او مشر صالح هدایار وايي: «چین د هغو هېوادونو څخه دی چې له طالبانو سره یې کار کولو ته لیوالتیا ښودلې ده خو په دې شرط چې دوی د ترهګرۍ په ضد مبارزه کې اساسي غوښتنې پوره کړي.»

د طالبانو او اویغور مشترکات

د منځنۍ اسیا ډېر پوهان هڅه کوي چې د اویغور په اړه د طالبانو نظر معلوم کړي. دوی وايي‌ چې طالبان د څو قومونو څخه جوړه یو «سیاسي» او پوځي غورځنګ دی او اویغور یوه قومي‌ ډله ده، خو «اسلام» او «حنفي مذهب» د دوی ترمنځ د پیوستون قوي کرښې دي.

د دوی په وینا اکثریت اویغوریان بیا طالبانو ته د بهرنیانو په سترګه ګوري.

د کړکیچ د نړیوال سازمان مشاور ابراهیم باحث وايي چې طالبان «یو غورځنګ دی او خپله مفکوره لري. بېلابېلې ډلې ورسره یو ځای شوي دي. دا یو سیاسي غورځنګ دی، نه قومي.»

د بشري حقونو ډلې وایي چې چین اویغور اړباسي چې خپل مذهب پرېږدي
د بشري حقونو ډلې وایي چې چین اویغور اړباسي چې خپل مذهب پرېږدي

د ختیځ ترکستان د بیدارۍ د غورځنګ مشر صالح هدایار وايي چې د طالبانو په پرتله اکثریت اویغور مسلمانان ازاد فکرونه لري.

هغه وايي: «د طالبانو برعکس، اویغور مسلمانان د ښځو او ماشومانو حقونو او په خاص ډول تعلیم ته لوړ ارزښت قایل دي. اکثریت اویغوریان طالبانو ته د افراطیانو په نظر ګوري او خواخوږي ورسره نلري. زه په خپله هم شخصآ طالبان افراطیان بولم،‌ځکه هاغسې چې هغوی مذهب عملي کوي، د اسلام له لارښوونو سره سمون نلري او طالبان مذهب سیاسي کوي‌ چې د افغانانو بشري‌ حقونه زیانمن کړي.»

په افغانستان کې اویغور اورپکي

د سپتمبر په نهم تاریخ کې د چین «ګلوبل ټایمز» د طالبانو له یو ویاند سهیل شاهین څخه وپوښتل چې ایا طالبان به د چین په غوښتنه له افغانستان څخه د ختیځ ترکستان د غورځنګ د جنګیالیو په شړلو غور وکړي.

سهیل شاهین دغې ورځپاڼې ته وویل: «زه پوهېږم چې د دوحې له تړون وروسته ډېر له افغانستان څخه وتلي، ځکه موږ دا خبره کړې ده چې هېچا ته به دا فرصت ورنکړل شي چې د افغانستان خاوره د ګاونډیانو په ګډون د نورو په ضد وکاروي.»

ملګرو ملتونو د جون په میاشت کې یو راپور خپور کړ چې په کې ویل شوي دي‌ لا هم د ختیځ ترکستان سلګونه جنګیالي په افغانستان کې شته. له چین څخه تبعید شویو اویغور مسلمانانو په افغانستان کې دا ډله جوړه کړې ده.

ښاغلي باحث وویل: « د طالبانو په غورځنګ کې افکارو ته په کتو، فکر نکوم چې طالبان دې په څو میاشتو او څو کلونو کې دې څوک له افغانستان څخه وشړي. طالبان همدغه راز په خپلو لیکو کې د اویغور د خواخوږو له عکس العمل څخه هم ویره لري.»

د جورج واشنګټن پوهنتون د نړیوالو پراختیايي مطالعاتو د پروګرام مشر سین روبرټز په دې نظر دی چې طالبانو هېڅکله هم په چین کې دننه د اویغور مسلمانانو په اړه څرګند دریځ نه ده ښکاره کړی، خو په افغانستان کې یې د اویغور په اړه له بیجینګ سره همکاري کړې ده.

اویغور د چین په ضد مظاهره کوي
اویغور د چین په ضد مظاهره کوي

ښاغلي روبرټز د «اویغور په ضد جګړ» په نامه کتاب هم لیکلی دی.‌ هغه وايي: «په ۱۹۹۰م چین د چین حکومت له طالبانو مرسته وغوښته چې ډاډه شي په افغانستان کې دننه هېڅ اویغور د اویغور استقلالیت ته کار ونکړي او نه هم د چین د خلکو جمهوریت ته کوم امنیتي خطر متوجه کړي. او داسې ښکاري چې طالبانو اقدام وکړ چې د نویمو لسیزو په اواخرو او د ۲۰۰۰په اوایلو کې په افغانستان کې مېشت اویغور د چین د خلکو جمهوریت ته ګواښ نه وي او نه هم خپلو حقونو، سیاسي‌ او بشري حقونو ته کار وکړي.»

له اویغور سره زور زیاتی

د بشري حقونو سازمانونه وايي‌ چې د چین حکومت د دغه هېواد په «سین یانګ» ایالت کې له ایغور مسلمانانو سره ناوړه چلند کوي.

د بخښنې نړیوال سازمان او د بشري حقونو د څار سازمان وايي‌ چې د چین حکومت شاوخوا یو میلیون اویغور په اجباري‌ کمپونو کې ساتلي، د هغوی حقونه یې تر پښو لاندې کړي،‌ اجباري کارونه پرې کوي، اړ اېستل کیږي چې خپل دین پرېږدي او د چین کمونست ګوند سره بیعت وکړي. خو د چین حکومت دا تورونه ردوي.

XS
SM
MD
LG