د لاس رسي وړ اتصالات

د چین او ترکیې د کرونا واکسین معامله او د اویغور مسلمانانو برخلیک 


څه موده مخکې په ترکیه کې اویغوریانو د چین په ضد مظاهره وکړه
څه موده مخکې په ترکیه کې اویغوریانو د چین په ضد مظاهره وکړه

په ترکیه کې د اویغور مسلمانانو یو شمېر مدافع وکیلان او قانونپوهان د انقرې حکومتي مشران تورنوي‌ چې «د اویغور مسلمانان به د چین د کروناضد واکسین سره تبادله کړي».

ترکیې له چین سره د کروناضد د میلیونونه ډوزه واکسین تړون کړی دی چې لا یې ترلاسه کړي نه دي.

په دې وروستیو میاشتو کې د ترکیې پولیسو د استرداد په هغو مرکزونو چاپې وهلې دي‌ چې د اویغور مسلمانان پکې اوسیږي.

د اسوشیتډپرس اژانس په خپل یو راپور کې ویلي ‌دي‌ چې په ترکیه کې یو شمېر اویغور مسلمانان او د حکومت ضد قانوپوهان اندېښنه لري‌ چې بیېجنګ به د کروناضد واکسین د اویغور مسلمانانو د بېرته ستنولو لپاره وکاروي، سره له دې چې د دغې ادعا د اثبات لپاره قوي دلایل او شواهد نشته.

انقره او بیجېنګ څو کاله مخکې د «استرداد تړون» لاسلیک کړ. چین په ناببره توګه د ډسمبر په میاشت کې دا تړون ومانه او ټاکل شوې چې همدغه میاشت د ترکیې پارلمان ته وړاندې شي.

اوس په ترکیه کې مېشت اویغوریان اندېښنه لري که د «استرداد تړون» ومنل شي،‌ دوی به بېرته چین ته وشړل شي.‌ دوی وايي د سر ساتلو لپاره له چین څخه تښتېدلي‌ دي.

په ترکیه کې یوه اویغوره چې وايي‌ له ډاره خپل بشپړ نوم نه اخلي،‌ اسوشیتډپرس ته وویل: « زه ډاریږم چې بېرته به مې ستنوي. زه د خپل مېړه د رواني‌تکلیف په اړه اندېښنه لرم.»

د ترکیې او چین ترمنځ‌ د دغه تړون په اړه له هغه وروسته شکونه پیدا شول چې چین د ډسمبر په میاشت کې ترکیې ته د کروناویروس ضد واکسین استولو اوله جوپه د څو اونیو لپاره وځنډوله.

چارواکو د دغه کار علت د جواز نلرل یاد کړل.

د ترکیې په پارلمان کې د حکومت د مخالف ګوند غړي یلدریم کایا وویل چین ژمنه کړې وه چې ۳۰میلیون ډوزه واکسین به ترکیې ته استوي،‌ خو په خبره یې تر دې دمه یې درې سلنه استولې ده.

د کروناویروس له کبله تر دې دمه په ترکیه کې۲۶۰۰۰کسان مړه شوي او څه باندې ۲.۵میلیون نور په دغه ویروس اخته دي. ترکیه د چین د «سینوواک واکسین» غواړي چې خپل خلک واکسین کړي.

ښاغلي کایا وویل: « د واکسین په استولو کې ځنډ، غیر عادي‌ دی. موږ د دغو واکسینونو پېسې ورکړي‌ دي.‌ ایا چین ترکیه بلکمیل کوي.»

هغه وویل چې د ترکیې له حکومت څخه یې رسمي غوښتي چې د چین د فشار په اړه معلومات ورکړي.‌

خو د ترکیې او چین حکومتي چارواکي وايي چې د «استرداد تړون» هدف د اویغور په نښه کول نه دي.‌ د چین دولتي‌ رسنیو دا اندېښنې «افترا» بللې.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ویبن د واکسین او د استرداد د تړون ترمنځ‌ رابطه رد کړه. هغه تېره ورځ په یو خبري‌کنفرانس کې د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «زه فکر کوم چې ستاسو تصور بې اساسه دی.»

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولیت کاوسګلو د ډسمبر په میاشت کې ویلي‌ وو:« د واکسین په انتقال کې ځنډ له اویغوریانو سره ربط نلري. موږ اویغور د سیاسي اهدافو لپاره نه کاروو. موږ د هغوی د بشري حقونو دفاع کوو.»

له ترکیې څخه تر دې دمه د ګوتو په شمېر اویغور مسلمانان چین ته بېرته ستنول شوي.‌ په ترکیه کې شاوخوا ۵۰زره اویغور مېشت دي.‌

په دې وروستیو کې په بېجېنګ کې د ترکیې سفیر د چین د کروناضد واکسین ښه یاد کړی او ویلي وو چې «انقره له چین سره عدلي همکارۍ» مهمه ګڼي.

دغې خبرې هم په ترکیه کې اویغور مسلمانان اندېښمن کړي‌ چې بېرته چین ته ونه شړل شي.د چین حکومت شاوخوا یو میلیون اویغور د توقیف مرکزونو او زندانونو ته استولي دي،‌ چین دا کار د ترهګرۍ ضد اقدامات ګڼي خو د امریکامتحده ایالتونه یې نسل وژنه ګڼي.

XS
SM
MD
LG