د لاس رسي وړ اتصالات

په خټه افغانه د ډنمارک د فوټبال لوبغاړې د 'اې سي میلان' فوټبال لوبډلې ​​سره یوځای شوه


د ډنمارک د ښځينه فوټبال ټیم افغانې لوبغاړې نادیه ندیم
د ډنمارک د ښځينه فوټبال ټیم افغانې لوبغاړې نادیه ندیم

د ډنمارک د ښځينه فوټبال ټیم افغانه لوبغاړې نادیه ندیم به د راتلونکي فصل تر پایه د ايټالیا د اې سي میلان فوټبال کلب د ښځینه فوټبال لوبډلې لپاره لوبه وکړي.

د اې سي میلان فوټبال کلب د جنورۍ ۲۷ (سلواغۍ اوومه) پر خپل ایکس پاڼې کې د میرمن ندیم سره د نوي‌ تړون په هکله ویلي، چې دغه کلب خوښ دی چې د نادیه ندیم سره د نوي تړون خبر اعلانوي.‌

همدارنګه د اروپا د فوټبال دغه مشهور کلب، اغلې ندیم ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړی او ویلي یې دي ،‌ چې دغه ورزشکاره به د اې سي میلان د ښځینه فوټبال ټیم، اتم نمبر کمیس اغوندي.‌

اغلې ندیم په ۱۹۸۸ کال کې په هرات ښار کې زېږېدلی او د ډنمارک د ښځینه فوټبال ملي لوبډلې له مهمو لوبغاړو څخه شمېرل کېږي.

نوموړې د یوې مسلکي فوټبالرې په توګه د پورټلنډ نورنز، مانچسټر سیټي، فورټونا هیوینګ، پاریس سینټ-جرمن او ریسینګ لوئس ویل لوبډلو لپاره د لوبیدو کارنامه لري.

نادیه ندیم په ۱۹۹۸ کال کې؛ د طالبانو د واکمنۍ په لومړۍ دوره کې د خپل پلار له وژل کېدو وروسته له خپلې مور او خویندو سره له افغانستانه ووتل. هغه په ۲۰۰۰ م کال کې له خپلې کورنۍ سره ډنمارک ته ورسیدې او هلته یې خپل نوی ژوند پیل کړ.

دغه ۳۶ کلن مسلکي لوبغاړې د اې سي میلان او 'ریسینګ لوئس ویل' لوبډلو ترمنځ د دوستانه سیالیو کې د لوبېدو تجربه هم لري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG