د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا کانګرس له فیفا غوښتي د افغانستان د میرمنو د فوټبال لوبډله په رسمیت وپیژني


د متحده ایالاتو د کانګرس یوې ډلې چې د جمهوري غوښتونکي او دموکرات ګوند استازي پکې شته دي، جمعه اګست ۱۱ (زمري۲۰) په یو لیک کې چې د فوټبال نړیوال فدارسیون (فیفا) ته یې لیږلی، غوښتي چې د افغانستان د میرمنو د فوټبال لوبډله چې د هیواد څخه د باندې ده، په رسمیت وپیژندل شي او د لوبو کولو فرصت دې ورکړل شي.

د افغانستان د میرمنو د فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۱ کال اګست میاشتې راپدیخوا چې طالبان بیا واک ته ورسیدل، په اسټرالیا کې جلا وطنه ده او همالته لوبې کوي.

د استاز مجلس دې غړیو جمهوري غوښتونکي استازي ډان بیکن او ډارین لاهوډ چې د کانګرس د فوټبال ډلې مرستیالان دي د خپلو دوو دموکرات همکارانو کیتي کاسټر او ریک لارسن، په لیک کې د فیفا څخه غوښتي چې دې لوبډلې ته دې د ټولو افغان میرمنو په استازیتوب د لوبو کولو اجازه ورکړل شي.

په لیک کې د فیفا څخه غوښتل شوي، "د افغانستان د میرمنو د فوټبال لوبډلې ته دې اجازه ورکړل شي چې د هرې میرمنې او نجلۍ استازیتوب وکړي چې د طالبانو د واکمنۍ لاندې بندې پاتې دي، که نه نو د ښکلې لوبې (فوټبال) او یا د دې مهم پیغام په خاطر (دي اجازه ورکړل شي) چې په ټولې نړۍ کې یې میرمنو او نجونو ته رسوي".

د افغانستان د میرمنو د فوټبال ملي لوبډلې د روان ۲۰۲۳ میلادي کال د جولای میاشتې په پای کې د فیفا څخه په یوې عریضې کې غوښتي و چې د افغانستان په استازیتوب دې دا لوبډله په رسمیت وپیژني.

سره لدې چې د افغانستان د نارینه وو د فوټبال ملي لوبډله فیفا په رسمیت پیژندلې خو د میرمنو د لوبډلې په هکله یې تر اوسه څه ندي ويلي.

د متحده ایالاتو د کانګرس دې غړیو څخه وړاندې د بریتانیا د پارلمان څه دپاسه ۱۰۰ غړو هم د فیفا مشر جیاني انفانتینو ته یو لیک استولی او له هغه یې غوښتي و چې په تبعید کې د افغان ښځینه فوټبالرانو د وړتیا لپاره چې وکړای شي په نړیواله کچه سیالۍ وکړي، زیات اقدامات وکړي.

د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته د ښځو د فوټبال د ملي لوبډلې غړي اسټرالیا ته ولیږدول شول، هغه هیواد چې د نیوزیلنډ سره یوځای د ۲۰۲۳ کال د ښځو د نړیوال جام کوربه توب کوي.

د لویانو د ټیم سربیره د ځوانو نجونو د ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړي پرتګال او ایټالیا ته ټشتیدلي او شاوخوا ۳۰ تنه نجونې چې د ځوانانو د فوټبال ملي لوبډلې نوماندې وې او د هرات ولایت د لیګ د اتلې لوبډلې ځینې غړې هم په کې شاملې دي، په بریتانیا کې پناه اخیستې.

په تېرو دوو کلونو کې د طالبانو حکومت په افغانستان کې د ښځو پر کار، زده کړو او ټولنیزو فعالیتونو ډېر محدودیتونه لګولي دي.

طالبانو نه یوازې دا چې ښځې په دولتي ادارو، غیردولتي موسسو او د ملګرو ملتونو په دفترونو کې له کار کولو منع کړي، بلکې ښوونځي او پوهنتون ته یې له تګ څخه هم منع کړي دي.

دا ډله یوازې نجونو ته اجازه ورکوي چې تر شپږم ټولګي پورې ښوونځي ته ولاړ شي. سربیره پردې، میرمنې د تفریحی پارکونو، عامه حمامونو او سپورت کلبونو ته د تګ څخه منع دي او د ښځو سینګار ځایونه هم تړل شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG