د لاس رسي وړ اتصالات

هیدر بار: افغانستان کې بشري حقونو د سرغړونو مخنیوي ته باید یو ځواب ویوونکی میکانیزم جوړ شي


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د څانګې مشرې هیدر بار د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا څخه په افغانستان کې د بشري حقونو څخه د سرغړونو د مخنیوي لپاره د یو ځواب ویوونکي میکانیزم د رامنځ ته کیدو غوښتنه کړې ده.

بار "هغه څه چې نړۍ باید د افغان میرمنو لپاره ترسره کړي" تر عنوان لاندې په یوه مقاله کې، چې د دوشنبې په ورځ سټمبر ۱۱ ( وږي ۲۰) ، جوهري رنګ (INKSTICK) په نوم رسنۍ کې خپره شوې افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا د ځانګړي استازي د ماموریت په غځولو باندې ټینګار کړی دی.

دې ویلي، چې دغه شورا باید په پرله پسې ډول د افغان میرمنو او نجونو د بحراني وضعیت څارنه وکړي او د جون په میاشت کې چې دغې شورا ته د افغان میرمنو او نجونو د وضعیت په باب کوم راپور وړاندې شوی و هغه عملي کړي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د دوشنبې په ورځ ددغې شورا په مرکز ژنیو کې خپلې غونډې پیل کړي، چې ټاکل شوې د اکتوبر تر ۱۳ به دوام ومومي.

هیدر بار ویلي: "په دې غونډه کې د شورا غړي باید په نهایت کې د ټولو نړیوالو جنایتونو پر وړاندې د شواهدو او اسنادو د راټولولو په ظرفیت او ماموریت او د ښځو او نجونو پر وړاندې په جنایتونو باندې په تمرکز سره، چې طالبان یې ترسره کوي, افغانستان لپاره یو ځواب ویونکی نوی میکانیزم رامنځ ته کړي."

د ځانګړي راپور ورکوونکي د ماموریت تمدید

بشري حقونو د څار د سازمان د ښځو د څانګې مشرې د وینا له مخې ټاکل شوې، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د نومبر په ۱۷ د "راتلونکي لیدلوري ته په پاملرنې سپارښتنې د یوې منسجمې او متحدې کړنلارې"په ډول د نړیوالې ټولنې له خوا د هغو ګواښونو سره چې افغانستان ورسره مخ دی وړاندې کړي.

بار ټینګار کړی، چې هیوادونه باید دا سپارښتنې ددغې زاویې څخه وګوري، چې کوم کسان، چې د طالبانو له خوا بشري حقونو څخه په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو پر وړاندې سرغړونې کوي وڅیړي.

هیدر بار ویلي: "همداشان هیوادونه باید په افغانستان کې د ۲۰۲۴ کال لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر" یوناما" د ماموریت د غځولو په لټه کې اوسي او ددغه دفتر ماموریت د بشري حقونو د وضعیت د څارنې او هغوی، چې په دې برخه کې کارکوي همداسې په خپل حال پاتې شي.

افغانستان کې د جنایاتو په اړه پلټنې

هیدر بار په دغه مقاله کې د ۲۰۲۲ کال د جرمنو د نړیوالې محکمې (ICC) د پریکړې څخه چې ددغې محکمې د څارنوالي له خوا په افغانستان کې د ترسره شویو جنایتونو پلټنو ته په کې اشاره شوې ویلي، چې غړي هیوادونه باید دا ډاډ ترلاسه کړي، چې دا محکمه د خپلو وظایفو ترسره کولو لپاره ټولو دوسیو او د هغې له ډلې د افغانستان په اړه دوسیو لپاره لازمې سرچینې او همکاري ولري.

هغې ویلي: "د نړیوال جزایي دیوان څارنوالان باید په افغانستان کې د ښکیلو غاړو او د هغې له ډلې د امریکايي ځواکونو په اړه خپلې پلټنې پراخه کړي."

وایي، چې د بشري حقونو د څار سازمان، د حقوق پوهانو نړیوال کمیسیون دا دریځ نیولي، چې طالبان د جنسیت پر بنسټ د ښځو او نجونو د ځورونې په برخه کې د بشریت په وړاندې جنایتونه ترسره کړي دي.

بار ویلي:" دولتونه کولی شي د یو بل دولت پر خلاف نړیوالې عدلي محکمې ته د ښځو او نجونو پر وړاندې د تبعیض د ټولو شکلونو د رفع کولو لپاره د نړیوال کنواسیون د تفسیر یا پلي کولو په دلیل چې افغانستان هم دا کنوانسیون لاسلیک کړی او طالبان ورڅخه سرغړونه کوي شکایت وکړي".

هیدر بار ویلي چې د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر په میاشت کې ددغې محکمې وکیلانو ویلي و، چې د یو شمیر دولتونو سره یې اړیکې نیولي تر څو د افغانستان د وضعیت په اړه دوسیه ترتیب کړي خو تراوسه هیڅ دولت په دې برخه کې اقدام نه دی کړی. میرمن بار ددغه وضعیت د بدلون غوښتنه کړې ده.

د بشري جنایتونو په اړه هوکړه

میرمن هیدر بار په خپله دغه مقاله کې ویلي، چې ملګري ملتونه د بشریت پر وړاندې د جنایت د ترسره کولو په برخه کې د هوکړې په ترتیبولو باندې کار کوي.

د بشري حقونو د څار د سازمان دغې چارواکې ویلي، چې افغان میرمنې او نجونې چې هر ځل په نړیوالو غونډو کې حاضریږي د خپلو حقونو لپاره جګړه کوي، خو په پایله کې هغوی جګړې بیالي. میرمن بار د ملګروملتونو د دپلوماتانو څخه غوښتي، چې د دغه سازمان د امنیت د شورا د ۱۳۲۵ پریکړه لیک چې د سولې او امنیت د ودې لپاره په ټولو هڅو کې ښځې باید شریکې اوسي پاملرنه وکړي.

د مرستو دوام

دبشري حقونو د څار د سازمان دغې چارواکې ویلي، چې افغانستان د یو بشري ناورین سره مخ دی او د طالبانو سوء استفاده ددغه ناورین د پراخیدو سبب کیږي. خو میرمن بار ویلي، چې د مرستو خورا زیات کمبود لا هم د کمیدو په حال کې دی چې ددغه ناورین د پراخیدو سره یې مرسته کړې دّ

د نړۍ په سکوت انتقاد

هیدر بار په خپله دغه مقاله کې ویلي، چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو په حقونو د طالبانو دوامداره بریدونه نه یوازې د افغان ښځو او نجونو لپاره ستونزې راولاړوي بلکې د میرمن بار په وینا ټوله نړۍ د ستونزو سره مخ کوي.

د طالبانو حکومت د بشري حقونو د څار د سازمان دغې چارولکې مقالې ته ځواب نه دی ورکړې خو دمخه د طالبان, چارواکو ویلي و، چې د شرعیت په چوکاټ کې دښځو ټولو حقونو ته ژمن دي او په افغانستان کې د نجونو او ښځو په زده کړو بندیز دایمي نه دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG