په پاکستان کې په سلګونو ښځو د جمعې په ورځ مارچ اتمه (کب ۱۸) د ښځو د نړیوالې ورځې د نمانځلو لپاره لاریونونه وکړل، هغه اقدام چې په یو اسلامي هیواد کې د لویدیځ د نفوذ د ادعاوو له امله ښي اړخو مذهبي ډلو پرې نیوکه کړې ده.
ښځې د پاکستان په لویو ښارونو کې د "عورت" په نامه لاریونونو کې راټولې شوې چې د مختلفو مسلو په اړه لکه په لارو کوڅو کې ځورونې، جبري کار او د هیواد په پارلمان کې د ښځینه استازیتوب د نشتوالی په هکله پوهاوی لوړ کړي.
فرزانه باري چې د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې یې لاریون تنظیم کړی و، په سلګونو ښځو ته د خپلې وینا په ترڅ کې وویل: ''موږ د تاوتریخوالي له بیلابیلو ډولونو سره مخ یو: فزیکي، جنسي، کلتوري تاوتریخوالی چې د شخړو د هواري لپاره پکې ښځې تبادله کیږي. دوی د ماشومانو له ودونو، جنسي تیري، په کار او سړکونو کې له ځورونې سره مخ دي.''
هغې زیاته کړه: "په پاکستان کې خلکو ته [د دې کړنو په خاطر] سزا نه ورکول کیږي. د معافیت کلتور شته."
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې په پاکستان کې یوازې ۲۱ سلنه ښځې کار کوي او په کلیوالو سیمو کې یوازې ۲۰ سلنه نجونې په منځنیو ښوونځیو کې شاملې دي.
د پاکستان په وروستیو انتخاباتو کې چې د فبرورۍ په اتمه ترسره شول، یوازې ۱۲ ښځې په مستقیم ډول د پارلمان څوکیو ته ورسېدې؛ د پاکستان پارلمان ۲۶۶ څوکۍ لري.
د پاکستان ډیره برخه د "عزت" د سختو قوانینو لاندې پداسې توګه کار کوي، چې ښځې د زده کړو، مسلک او دا چې د چا سره واده کولای شي، په خپلو نارینه خپلوانو پورې اړوندې دي.
هر کال پدې هیواد کې په سلګونو ښځې د دې سختو مقرراتو څخه د سرغړونې په تور د نارینو په واسطه وژل کیږي.
د عورت لاریون د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۸ کال کې د پاکستان په کراچۍ ښار کې پیل شو او بیا د هېواد ډېرو برخو ته خپور شو.
د پاکستان د بشري حقونو د څار سازمان مشر اسد اقبال د جنسي بې عدالتۍ او اقتصادي بې ثباتۍ سره مخ ښځینه کارکونکو مقاومت او د هغوی ځواک ستایلی دی.
هغه وویل، "دا ډیره د اندیښنې وړ ده چې پاکستان د جنسیتي نابرابرۍ سره د مبارزې په برخه کې لاهم د نړۍ له نورو اقتصادونو څخه وروسته پاتې دی."
د ښځو د دغو مظاهرو په وړاندې د ښي اړخو او مذهبي ګوندونو د ښځو ملاتړو هم په لاهور او کراچۍ ښارړنو کې وړې مظاهرې وکړې چې د اسلامي ارزښتونو د دفاع شعارونه یې له ځان سره لیږدول.
منتقدین د عورت لاریون ته په اسلامي هیوادونو کې د اشرافو او غربي ارزښتونو د ملاتړ په سترګه ګوري او تنظیمونکي یې دیني او کلتوري حساسیتونو ته په نه پاملرنې تورنوي.
په تیرو کلونو کې، د عورت په نامه لاریونونو تنظیم کونکي د مظاهرو د جواز ترلاسه کولو لپاره په محکمو کې له قانوني جګړو سره مخ شوي دي. پر دې سربېره د هغو شعارونو ایډیټ شوي انځورونه چې د مظاهرو پر مهال لیږدول کیدل په آنلاین فضا کې خپاره شوي او دغه اقدام د ځورونې او مرګ ګواښونو لامل شوی دی.
فورم \ دبحث خونه