د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو د سفارت شارژدافیرې په تاجیکستان کې د «هرات امنیتي ناستې» پای ته رسېدو وروسته هیله ښودلې چې دغه بهیر د افغانانو ترمنځ د نړۍ په کچه په خبرو بدل شي.
اغلې ډیکر د تیرې سې شنبې په ورځ د «هرات امنیتي خبرو» کې د ګډون لپاره تاجیکستان ته سفر وکړ.
هغې د دغه کنفرانس تر پای ته رسېدو وروسته د پنجشنبې په ورځ ډسمبر لومړۍ (لېندۍ لسمه) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې په دغه کنفرانس کې د افغانستان، هند، تاجیکستان او نورو ځایونو له ښځو څخه اغېزمنه شوې چې خپل سکوت یې مات کړی او سیال نارینه یې ننګولې دي ترڅو خبرې وکړي او زیات کارونه تر سره کړي.
اغلې ډیکر زیاته کړې: "هیله منه یم چې دلته پیل شوی بحث د افغانانو ترمنځ د افغانستان دننه او بهر کې په نړیوالو خبرو بدلې شي."
نوموړې زیاته کړې، هر کله چې افغانان، د افغانستان په اړه خبرې کوي، تل انرژي لري او د هرات په امنیتي کنفرانس کې یې هم دا حالت لیدلی دی.
اغلې ډیکر مخکې ویلي و چې د هرات امنیتي خبرې د افغانستان د وضعیت په اړه د د افغانستان، تاجیکستان، د سیمې هیوادونو او اروپايي ټولنې د استازو ترمنځ د نظرونو د تبادلې بهترین فرصت دی.
د هرات لسمه امنیتي ناسته، د «ټول شموله سیاسي نظام: بڼې او لارې نخشې» په نوم دوه ورځنۍ ناسته پرون چهارشنبه پای ته ورسېدله.
دغه ناسته د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو انستیتوت لخوا تنظیم شوې وه. یاد انستیتوت وايي چې دغه ناستې ته د امریکا متحده ایالاتو او اروپايي ټولنې او د ۲۰ نړیوالو هیوادونو د استازو په ګډون ۱۲۰ مېلمانه بلل شوي وو.
د یاد کنفرانس کډونوالو د طالبانو په وړاندې د دپلوماسۍ څخه په استفادې ټینګار وکړ.
د هرات د امنیتي خبرو اترو لومړی کنفرانس د ۲۰۱۲ کال په اکتوبر میاشت کې په هرات ولایت کې تر سره شوی و چې هدف یې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو په اړه د نظرونو تبادله او حل لارې شریکول وو.